Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما د افغانستان سرپرست حکومت د عمومي عفوې پر نقض تورن کړی

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ناوړه بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/02

په افغانستان کې ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)  په خپل تازه راپور کې د تېرې جولای او سپټمبر میاشتو پرمهال د بشري حقونو وضعيت په اړه جزئیات خپاره کړي.

راپور کې د افغان ښځو حقونو تر څنګ د سرپرست حکومت له لوري د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قانون، ملکي مرګ ژوبلې، له ګاونډیو هېوادونو سره پولو کې نښتې، شکنجو، بدنې سزاوو، د رسنیو ازادۍ او عدلي اجرااتو په اړه راټول کړي مالومات خپاره کړي.

د راپور په یوه برخه کې ادعا شوې، چې د سرپرست حکومت له لوري په يادو دوو مياشتو کې يو شمېر کسان نيول شوي او د توقیف پر مهال شکنجه شوي هم دي.

د راپور یوه برخه:« د جولای له لومړۍ او د سپټمبر تر ۳۰ نېټې د یوناما د بشري حقونو څانګې د خپلسرې نیولو او توقیف لږ تر لږه ۲۴ موارد، د شکنجې، ناوړه چلن او لفظي ګواښونو لږ تر لږ ۱۰ موراد ثبت کړي.»

د راپور په یوه بله برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو پر تامين ټينګار شوی او ويل شوي، چې د شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو سربېره لاهم سرپرست حکومت نجونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې ښوونځيو او پوهنتونو ته ولاړې شي.

د راپور یوه برخه:« له ثانوي او لوړو زدکړو د نجونو او ښځو محرومیت دوام لري. د اګسټ په ۲۵مه برحاله د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د لوړو زدکړو وزارت د لاسته راوړنو په اړه د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دیني عالمان څېړنې کوي، چې ایا ښځې د زده کړو اجازه لري او که نه؟»

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د يوناما راپور ته غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم مسوولینو په دې اړه زموږ اړيکو ته ځواب راکړ.

خو د سیاسي چارو شنونکي د یوناما د راپور یو شمېر برخې پر حقیقت ولاړې بولي او وايي، اسلامي امارت دې د افغانستان ګټو په خاطر د ولس او نړیوالو مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی  فېض محمد ځلاند وايي:« د سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځ د ترینګلې اړیکو پایله کې ماته ښکاري چې د ملګرو ملتونو ورته نیوکې تر ډېره بریده د همدغو ترینګلو ډیپلوماتیکو اړیکو له شتون سرچینه اخلي. کومې نیوکې چې ملګري ملتونه په وار وار کوي، تر ډېره بریده د مالوماتو په تشه او د اړیکو نه شتون له امله رامنځته کېږي. که چېرې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پروسه چټګه شي، د کورنۍ دندې ترسره کولو سره به اسلامي امارت وکولی شي چې ولسي یا ملي ملاتړ تا کار ووایي، قانونمنده اداره رامنځته کړي، د ملګرو ملتونو نیوکو په اډانه کې کېدلی شي، د اړیکو ښه والي لپاره فرصتونه رامنځته شي.»

ملګرو ملتونو په افغاستان کې د بشري حقونو وضعيت په تړاو وړاندې هم ورته راپورونه خپاره کړې، هغه چې د  اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ويلي، چې دامهال په افغانستان کې بشري حقونه د بل هر وخت په پرتله تامين دي او يادې مسالې په کورنۍ بللو سره يې زياته کړې، چې په دې اړه د سازمانونو او بهرنيو هېوادونو تجويز نه مني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist