Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زهرا بلوچ: افغان چارواکي دې د غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د وسله‌والو پر وړاندې اقدامات وکړي

پاکستان د ټي‌ټي‌پي او نورو وسله‌ والو ډلو پرواندې اقدامات د افغانستان مسوولیت بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/02

د ټي‌ټي‌پي او وسله‌والو ډلو اړوند مساله کې د ادعاوو او تورونو پر دوام پاکستان بیاځلې په دې تړاو اندېښنه ښودلې.

د دغه هېواد  بهرنیو چارو وزارت ویاندېیوه خبري کنفرانس کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو تر سره کېدل د اسلامي امارت مسوولیت ګڼلی، چې په وینا یې د پاکستان امنیت ګواښي.

ممتاز زهرا بلوچ ویلي، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور او د پټنځایونو د شتون په تړاو یې سرپرست حکومت ته کره شواهد هم وړاندې کړي.

هغې زیاته کړې:«موږ باور لرو، چې افغان چارواکي د ټي‌ټي‌پي په ګډون د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اقدام کولو مسوولیت لري، چې په افغانستان کې دېره دي او هلته پټنځایونه لري. موږ افغان لوري ته په دې تړاو کره شواهد وړاندې کړي. پاکستان باور لري، چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اقداماتو په تړاو خپرو شوو فرمانونو کې باید هغه کسان هم شامل شي، چې په افغانستان کې کډوال دي او دا ډېره اړینه ده، چې افغان چارواکي باید د وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.»

بلوچ د وسله‌والو ډلو پروړاندې اقدامات نه یوازې د پاکستان بلکې د مسکو فارمټ د هېوادونو غوښتنه ګڼي، چې په کې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې غوښتنه مطرح شوې وه.

نوموړې د پاکستان د سیمه‌ییزو مطالعاتو په مرکز کې د دې هېواد لپاره د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکېب د هغو څرګندونو په غبرګون، چې څو ورځې وړاندې په کې له پاکستان غوښتل شوي و، چې له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې پر ځای دې د راټوکېدلې ستونزې د حل په موخه له دغې ډلې سره خبرې اترې او ډیالوګ ترسره شي وویل:« له هر څه مخکې موږ له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو اترو هر ډول وړاندیز او سلامشورې ردوو. موږ دغسې څه له دې وړاندې په ځلونو ترسره کړي. پاکستان له هغو وسله‌والو ډلو سره مذاکراتو ته هېڅ راز لېوالتیا نه لري، چې د ملکیانو او حکومتي چارواکو په وژنه کې لاس لري. زموږ په اند ورته وړاندیزونه د ټي‌ټي‌پي له لوري د وژل شویو کسانو د کورنیو له غوښتنو سره په ټکر کې دي.»

اسلامي امارت که څه هم د بلوچ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې په کراتو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې دي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې هېڅ چاته د دې اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره په خپله د افغانستان او د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستاني لوري د دې ادعاوو خلاف سرپرست حکومت له دې وړاندې د ګڼو هغو ورانکارو او داعش غړو د نیولو راپورونه ورکړي، چې پاکستان کې تر روزنې وروسته یې د ترهګریزو کړنو د ترسراوي په موخه افغان خاورې ته راووښتي و.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا چې پاکستاني چارواکي په کراتو دغه ادعاوې کوي چې ټي.ټي.پي او نور ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي او په ځانګړي ډول ټي‌‎.ټي.پي باندې ډېر ټینګار هم کوي. له بلخوا د اسلامي امارت چارواکي هم دا په بشپړه توګه ردوي او وايي، دلته نشته او له دوی ( پاکستاني چارواکو) حتا سند او شواهد هم غواړي، خو پاکستاني چارواکي یې نه شي ارایه کولی.»

د پوځي چارو شنونکي بیا د پاکستاني لوري ورته ادعاوې بې اساسه ګڼي او وايي، دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ښه ګاونډیتوب اصل نه دی مراعت کړی او د خپل سټراتیژیک عمق له مخې د افغانستان د ناامنه کولو او په بحران کې يې د ساتلو له لارې خپلې ګټې تعقيبوي.

دوی وايي، پاکستان د دغه کار لپاره نیابتي ډلې ګومارلي او د همدې لاسوهنو له لارې یې دلته د نظامونو پایښت او بقا له چلنج سره مخ کړی.

له دې وړاندې هم د پاکستان ګڼو پوځي او ملکي چارواکو د ورته ادعاوو او تورونو په مطرح کولو سره غوښتي ځان نړۍ ته د ترهګرۍ قرباني وښيي او له دې لارې د تل په څېر سیاسي او اقتصادي امتیاز ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist