د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي له دغه ولایت سږکال بهر ته د پیازو صادرات د نورو کلونو پرتله زیات وه.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د روان ۱۴۰۳ کال د تلې ( میزان) میاشتي تر اخیره شاوخوا ۳۲ زره ۶۰۰ ټنه پیاز د څه کم ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان او هند هېوادونو ته صادر شوي.
بینا زیاتوي:« باید ووایم چې سږ کال د پیازو صادرات د نورو کلونو پرتله ډېر ښه وو. موږ د تلې (میزان) تر ۲۵ نېټې پورې چې د پیازو صادرات کړي، ۳۲ زره ۵۹۹ ټنه شوي چې ارزښت یې ۶ میلیونه ۸۰۰ زره ۷۱۲ امریکايي ډالره کېږي. د پیازو صادرات اوس هم روان دي، ډېره برخه یې پاکستان او کم هند ته صادر شوي.»
په کندهار کې د پیازو کروندګر هم بهرنیو هېوادونو ته د کرنیزو حاصلاتو لېږد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام ګڼي او وايي سږکال د پیازو صادراتو له امله د نورو کلونو پرتله د پیازو بیې هم ښيي دي.
د دوی په خبره، د صادراتو د زیاتوالي تر څنګ که سړې خونې ورته جوړې شي، نو هر کال به يي پیاز په ښه بیه پلورل کیږي.
کروندګر محمد شاه وايي:« سږ کال مو پیاز د تېر کال پرتله ښه دي. تېر کال د پيازو بیې ټېټې وې، خو سږ کال ښه پياز یو من له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. پياز پاکستان او هند ته هم روان دي.»
یو بل کروندګر سلطان محمد بیا وايي:« سږ کال د پیازو بیې ښې دي، تېر کال یو جال پياز له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېدل، خو سږ کال ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. اوس پاکستان ته هم ځي، خو وړاندې نه تلل.»
په ورته وخت کې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امیر مولوي شمس الرحمان موسی وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې له ۶۸ زرو ټنو زیات حاصل به وکړي.
هغه زیاتوي:« کندهار ولایت کې پر شاوخوا ۱ زر او ۹۰۰ هکټاره ځمکه باندې د پيازو کښت شوی. زموږ د مالوماتو له مخې، زیاته برخه یې دامان، بولدک، میوند، خاکریز، ډنډ، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې کښتونه لرو. سږ کال د ابي کال په برکت سره د پيازو کمیت او کیفیت ته په کتو، کیفیت یې هم ښه وو. امید دی چې ۶۸ زره او ۲۵۰ مټریک ټنه حاصل به لاسته راوړو. د تېر کال پرتله سږل د پيازو بازار هم لوړ دی. »
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملوماتو له مخې، د دغه ولایت په دامان، ارغنداب، بولدک، میوند، خاکریز، ډنډ، پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې د پیازو کښتونو کیږي.