Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: له هرو دوو افغانانو یو یې له بېوزلۍ سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ پر زياتوالي اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/02

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام موندلي، چې په افغانستان کې د تېر پرتله بې‌وزلي لا زياته شوې او له همدې کبله دغه هېواد د هغو۲۲ هېوادونو په نوم‌لړ کې دی، چې وګړي یې د لوږې له بحران سره مخ دي.

دغه پروګرام په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ ګراف له لوړې سره ګڼ افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د راپور یوه برخه:« افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی، چې د خراب اقلیم اغېزو د  دې هېواد ډېری وګړي له لوږې سره مخ کړي دي. سېلابونه او وچکالي دواړه زیات شوي او د هېواد هر ولایت سږ کال د اقلیم له کړکېچ اغېزمن شوی دی.»

د  د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو په اړه د نړيوالو بنسټونو اندیښنو پر دوام وايي، نړیواله ټولنه باید د خپلو مرستو په دوامداره کولو او زياتولو سره په افغانستان کې د لوږې ناورین په مهارولو کې فعاله ونډه واخلي او دې هېواد سره مرستې سیاسي نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي:« د څېړونکو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ؛ افغانان د اقلیمي بدلونونو له کبله ځپل شوي، خو له بده مرغه تېرو درېیو کلونو کې بشرپاله مرستې هم سیاسي شوې. هیله‌من یم څو د تقابل د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو کار واخیستل شي او د کړکېچ د مدیریت لپاره پلان ولري څو کوم خلک چې د اقلیمي بدلونونو له کبله متاثر شوي تر دې زیات زیانمن نشي او بشرپاله مرستې ورته ورسیږي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې  په افغانستان کې د لوږې اصلي عوامل اقلمي بدلون او د نړيوالو له لورې پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه او بانکي محدویتونه دي.

د سیاسي چارو شنونکی فهیم چکري وايي:« افغانستان کې خوراکي نه خوندیتوب ورځ تر بلې زیاتیږي او عمده لاملونه یې اقلیمي بدلونونه، اقتصادي بندیزونه او بانکي محدودیتونه دي او دا د دې لامل شوي چې کابو اته میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ شي او په وروستیو میاشتو کې افغانستان کې دا کړکېچونه نور هم پراخ شوي.»

د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مسوولينو تېره اوونۍ په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۲۴ ميليونه زيات ښودلی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist