Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: د جمهوري نظام پرځېدو لامل پخواني چارواکي وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/31

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د مخکېني حکومت چارواکي د جمهوري نظام د پرځېدلو پړه پر امریکا او ما اچوي، خو داسې نه ده بلکې د دې پېښې رامنځته کېدو اصلي لامل خپله پخواني افغان چارواکي دي.

خلیلزاد وړاندې لیکلي، د تېر جمهوري حکومت چارواکي په حکومتولۍ، خبرو اترو او دغه راز په جګړه کې ناکام و او دغو پخوانیو حکومتي مشرانو د افغانستان لپاره لاسته راغلي ټول زرین فرصتونه هم له منځه یوړل.

هغه په دې اړه وايي: « پخواني چارواکي د مخکېني حکومت د پرځېدو پړه پر امریکا او خلیلزاد اچوي، خو دوی خپله د جمهوري نظام د له منځه وړلو اصلي عاملین دي. د جمهوري نظام چارواکي په حکومتولۍ او جګړه کې هم ناکام وو او د افغانستان لپاره یې ټول هغه زرین فرصتونه، چې باید ترې ګټه اخیستل شوې وای، له منځه وړي دي.»

 د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له شک پرته چې د جمهوري نظام په پرځېدو کې پخوانیو چارواکو برخه درلوده خو خلیلزاد او نړیواله ټولنه هم په کې ښکېل وو.

دوی وايي، د بن له لومړي کنفرانس رانیولې د اګسټ تر ۱۵ مې پورې خلیلزاد او نړیواله ټولنه د افغانستان په قضیه کې ښکېل وو او دغه کار د  مخکېني حکومت په پرځېدو کې ستر رول درلود.

 د کارپوهانو په اند، ګاونډيان او د سیمې هېوادونه هم بې طرفه نه دي پاتې شوي، بلکې دوی ته هم مسوولیت ورګرځي.

د سیاسي چارو کارپوه زمان ګل دهاتي وايي: « زه د خلیلزاد له اظهاراتو سره کاملا ً موافق یم چې وايي، تېر نظام په ۲۰ کالو کې ټول هغه فرصتونه چې د افغانستان د ځان بسیاینې، د سولې او امن لپاره وو، دا یې په سیند لاهو کړل. خو باید هېره نه کړو چې د دغو کړنو اساس د بن په اول کنفرانس کې کېښودل شو او له هغې راپدېخوا دغه حاکمیت ریښتیا هم چې په ټولو برخو کې پاتې راغلی او اخري یې هم دا وه چې د دوحې پلان اتیا په سلو کې د دوی له خوا شنډ شو، ولې هېره نه کړو چې خپله خلیلزاد او نړیواله ټولنه د بن له کنفرانس د اګست تر ۱۵ پورې په دغه برخه کې سهیم وو او یوه برخه مسولیت په کامله توګه دوی ته ورګرځي. ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو هم په دې کې برخه درلوده.»

ځېنې نور بیا وايي، نه یوازې د مخکېني نظام چارواکي د حکومت په سقوط کې مسوول دي بلکې امریکا هم مسووله ده چې د خپلې پانګې او سر سلامت ایستلو په موخه یې د افغانستان هغه نظام یوازې پرېښود چې د دوی له بشپړ ملاتړ برخمن و.

د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي: « نه یوازې دا چې جمهوري نظام د افغانستان مسوول و، له هغو نه خلک په تنګ شوي وو، فساد په کې و، امریکا هم خپله سرمایه، پیسې او تجهیزات له لاسه ورکول او بله خوا یې سرونه له لاسه وتل. بالاخره امریکا هغه نظام چې دوی ملاتړ ترې کاوه، هغه یې پرېښود.»

کارپوهان په دې نظر دي چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې هم له اقتصادي او هم له نظامي پلوه ورته ګرانه پرېوته او بالاخره اړه شوه چې د دوحې هوکړې ته غاړه کېږدي او له خپلو متحدینو سره یوځای له افغانستان ووځي.

خو ځینې بیا په دې باور دي چې د امریکا پر مشرۍ د ناټو د یرغل پر وړاندې ۲۰ کاله افغان ولس نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او قربانۍ یې هم ورکړې چې بالاخره  دغه مبارزه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۱۵ بریا ته ورسېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist