Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جلال‌ آباد اوسېدونکي د ښاروالۍ له خوا د پلي شویو پروژو له ټیټ کیفیت شکایت کوي

د جلال‌ آباد اوسېدونکي د ښاروالۍ له خوا د پلي شویو پروژو له ټیټ کیفیت شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکي وايي، که څه هم ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې د بیا رغونې لسګونه پروژې پیل کړې دي، خو ټینګار کوي چې د دغو پروژو پر کمیت سربېره دې کیفیت ته هم پاملرنه وشي.

دوی شکایت کوي چې ډېری تطبيق شوې پروژې له وخت وړاندې بېرته ویجاړې شوې او همدارنګه ښاریانو لپاره هغسې خدمات نه وړاندې کېږي چې ورته اړتیا ده.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « پروژې بې کیفیته پلې کېږي، په دې مانا چې دوه درې میاشتې وروسته خپل کیفیت له لاسه ورکوي، سیمنټ یې چوي او سړکونه د کارولو وړ نه وي. کله چې بارانونه کېږي، د جلاآباد ښار په سړکونو اوبه را روانې او ډندې وي، زموږ د دوکانونو مخې ته اوبه راځي. نو د صفايي او یوه منظم کانالیزاسیون په برخه کې ښاروالۍ هېڅ اقدام نه دی کړی او که کړی یې هم وي، داسې ګام نه دی چې د جلال آباد ښار لپاره کافي وي.»

د جلال آباد یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ وایو، دوی باید نور هم کوشش وکړي چې د دې سړکونو، سنګکاریو معیار ته پام وشي او ښه یې جوړ کړي، ترڅو څو میاشتې او کالونه کار وکړي.»

خو د جلال‌ آباد ښاروالۍ مسوولین بیا وايي، دوی د ښاریانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې او له خپلو امکاناتو سره سم په دې بریالي شوي چې د نورو کارونو ترڅنګ، په دوو کاري شیفټونو کې هره ورځ لسګونه ټنه کثافات هم له ښاره راټول کړي.

مسوولین زیاتوي، له ښاره د اوبو ایستلو پرمنظم سیسټم جوړولو کار روان دی او همدارنګه پر هغو پروژو د کیفیت ډاډمنتیا لپاره وخت پر وخت څارنه کېږي چې دا مهال یې کارونه روان دي.

د جلال آباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وايي: « هره مرحله چې په پروژه کې مخته ځي، ترې څارنه او نظارت کوي، د دې ترڅنګ دغه پروژې یو کال موده لري او باید د یوه کال په موده کې که هر ډول نواقص راپېښ شي، مسوول شرکت یا قراردادي مکلف دی چې بېرته یې له سره جوړ کړي.»

په ورته وخت کې مراد وايي،، په تېرو درېيو کالو کې یې له خپلو عوایدو له ۱۲۰ زیاتې پروژې پلي کړې دي.

د مراد په خبره، د دغو پروژو پر پلي کولو ۸۰۰  میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او زرګونه کسانو ته په کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.

هغه په دې اړه وايي: « له ۱۲۰ زیاتې انکشافي او پراختیايي پروژې مو پلي کړې دي چې په کې د سړکونو جوړول دي، د سړکونو قیر او کانکرېټ ریزي ده، د کوڅو جوړول دي، د پلونو او پلچکونو جوړول دي، همدارنګه د تفریحي پارکونو جوړول دي. په دغو پروژو ۸۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول شوي دي.»

 جلال آباد ښاروالۍ په خپلو عوایدو د دې پروژو د پلي کولو خبره داسې مهال کوي چې تازه یې د ۳۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ښار په نهمه ناحیه کې د دوو سړکونو د رغولو چارې پیل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist