Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د ایران دولتي آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په هرات کې د دې هېواد سر کونسل او د خراسان رضوي ولايت چارواکو له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول افغانستان سره پر اوږدمهاله دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو ټينګار کړی.

د راپور له مخې، په هرات کې د ایران سرکونسل علي رضا مرحمتي د ايران او افغانستان له لوري د صادراتو، وارداتو او دوه اړخیزه تعاملاتو زیاتېدل مهم ګڼلي.

ایراني چارواکو له افغانستان سره د ایران دوغارون سرحدي پوله د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې ارزښتمنه بللې او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ ښه زمینه برابره کړې ده.

 ایراني چارواکو له افغانستان سره د کلنۍ سوداګریو کچه ۴ میلیارد ډالره یاده کړې ده.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال مهدي شېردل وايي: « د دوغارون سرحد د هېواد په ختیځ کې مهم اقتصادي مرکز دی چې د ایران پنځو سرحدي ګمرکونو شمېرل کېږي او ۱۱۰ کاله تاریخچه لري. له دې ګمرک هر کال ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري افغانستان ته کېږي چې ۳۰ میلیونهافغانان د ایران له سوداګریزو توکو برخمن دي او۶۰ سلنه د دوغارون له لارې صادرات افغانستان ته شوي دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د روان کال په نهو میاشتو کې افغانستان ته له ایران د ۲.۱۹۴ میليارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي او په خبره يې دا شمېر ښيي چې له ایران واردات زیات دي او برعکس دې هېواد ته د افغانستان صادرات څو برابره کم دي.

د صنعت او سوداګری وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « له ایران سره د افغانستان صادرات او واردات د ۲۰۲۴ کال د نهو میاشتو په لړ کې، ۲ میلیارده ۱۹۴ میلیونو ډالرو په ارزښت وو. له دې ډلې ۳۸ میلیونه ډالره صادرات او ۲ میلیارده ۱۵۶ میلیونه ډالره واردات دي. ایران ته زموږ د صادراتو ډېره برخه قېمتي ډبرې، ممیز، سرب، څښاک توکي او کنجد دانې جوړوي او په وارداتي توکو کې ډیزل، پټرول، د کارخونو خام مواد، طبیعي ګاز او سیمنټ شامل دي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د مالیاتو زیاتولو او له امله یې بزګرانو او سوداګرو ته هر کال د میلیاردونو افغانیو زیان اوښتو ته په اشارې وايي، افغانستان د صادارتو په برخه کې لاهم له جدي ستونزو سره مخ دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: « دلته مهمه خبره دا ده چې موږ د صادراتو په برخه کې ستونزه لرو، موږ نه شو کولی نورو هېوادونو ته په اسانه توګه صادرات وکړو، حتا ایران ته. نو مهمه خبره داده چې لومړی، موږ هڅه وکړو چې په افغانستان کې د خپلو تولیداتو سطحه لوړه کړو او ترڅنګ یې پر ستندردونو او معیاراتو باندې هم کار وکړو. له بلې خوا، حکومت هم مسوولیت لري چې د سیمې او ګاونډ بازارونه وڅېړي او هغه ستندردونه او معیارونه دلته له سوداګرو سره شریک کړي چې په یادو بازارونو کې ورته اړتیا ده.»

له افغانستان سره پر پوله د ایران خراسان رضوي ولایت سیمه اییز چارواکي وايي، د ایران دوغارون سرحدي بندر څخه هره ورځ شاوخوا ۳ زره کسان چې سوداګر هم په کې شامل دي، د ايران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist