Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایرګاشیف: افغانستان د آمو سیند له اوبو د ګټنې حق لري

ایرګاشیف: افغانستان د آمو سیند له اوبو د ګټنې حق لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف وايي هېواد یې له افغانستان سره یو ګډ کمېسیون جوړ کړی چې د قوش‌ تېپې کانال د جوړېدو او د امو سیند له د اوبو د حق په اړه خبرې وکړي.

 د ایرګاشیف په خبره، د امو سيند له اوبو عادلانه ګټه اخیستنه د افغانستان په ګډون د ټولو شريکو هېوادونو حق دی او په خبره يې له افغانستان سره يې پلاوی هم په دې موخه ټاکلی دی چې د آمو سيند اوبو د عادلانه وېش لپاره یو مکانېزم جوړکړي.

ایرګاشیف په دې اړه وايي:« افغانان د آمو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لري، خو د یاد سيند اوبو کارونې لپاره باید د اوبو د وېش مشخص مکانېزم رامنځته شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د آمو سيند د اوبو وېش پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د سيمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک ګام دی او په خبره يې که دواړه خواوې د اوبو عادلانه ویېش په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي، نه یوازې د کرنې په برخه کې به ګټور تمام شي، بلکي دواړو هېوادونو ترمنځ به همکاري لا پراخه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی صادق حمید زوی وايي: « د آمو په سیند کې د افغانستان حق غږ ازبېکستاني چارواکو هم کړی دی. په دې کې هېڅ شک نه شته او دا ثابت شوی هم دی. اوس خبره دا ده چې د دوی ورتګ سیند ته زما په اند کوم خاص سیاسي دلیل نه لري ښايي دوی د راتلونکي لپاره کوم پلان له ځانه سره ولري، تر نن پورې ازبېکستان داسې کوم انداز یا عمل نه دی ترسره کړی چې افغانستان له خپل حق وګرځوي.»

ځېنې نور بیا په دې اړه د کمېسیون ټاکل غوره ګام نه بولي، بلکې زیاتوي چې ازبېکستان په تېر کې د افغانستان پریمانه اوبه مصرف کړې او له همدې کبله په کار ده چې د حق آبې مساله د خبرو له لارې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې ازبېکستان د قوشتپې کانال د آبي سرچینو د مدیریت لپاره پلاوی ټاکلی، دا خپله دوی پورې اړه لري. په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان سرپرست حکومت د ملي ګټو ساتلو پر محور، په ځانګړې توګه د آبي سرچینو لپاره ځانګړې طرحه او برنامه درلوده. که چېرې ګاونډیان په دې اړه اندېښنه ښيي، نو په تېرو ۴۰ کالو کې دوی له خپلې حق آبې زیاتې اوبه مصرف کړې او میلیاردونه مترمکعبه اوبه کېږي، آیا د افغانستان حکومتونو او ملت ته یې ځواب ورکړی؟ تقابل ته همیشه د خبرو اترو له لارې حل پیدا کېږي نه د پلاوي ټاکلو له لارې، هغه هم د سیاسي موج سوارۍ پر بنسټ.»

سرپرست حکومت تر دې دمه د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې تل د حق آبې په اړه شته اصولو ته د ژمنتيا ډاډ ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist