• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې

د بلخ نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

د بلخ ولایت د نساجۍ او  ټوکر تولیدولو کارخونه ۳۳ کاله وړاندې له کاره غورځېدلې او په دې موده کې يې ډېری برخې ویجاړې شوې.

د کارخونې مسوولین وایي، له شاوخوا درېيو کالونو هڅو وروسته یې د افغان انجینرانو پر مټ د ترمیم چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې.

 د دوی په خبره، ډېر ژر به يې پاتې برخې هم ترمیم شي او له فعالېدو سره سم به په کې شاوخوا۲ زره کسان پر کار بوخت شي.

د کارخونې مشر عبدالغفار حقاني وايي: « الحمد الله د دې رنګمالي چې موږ تاسې ولیدل او پرې وګرځېدلو، په ۱۰۰ کې ۹۵ سلنه فعاله ده، یوازې د برېښنا لینونه یې څه کمزوري دي، هغه مو راغوښتي خو تر اوسه را رسېدلي نه دي؛ هر وخت چې را ورسېد، انشاالله تاسو به یې وګورئ چې ټوله به چالانه وي.»

د کارخونې مسووولین وايي که کارخونه له ترمیم وروسته په بشپړه توګه فعاله شي، نه یوازې زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي، بلکې د شمال زون ولايتونه به د ټوکر له پلوه هم پر ځان بسیا شي.

د دوی په خبره، دغه کارخونه په کلني ډول د ٢١ میلیونه متره ټوکر د تولید ظرفیت لري، خو اوس یې ډېری ماشینونه له کاره لوېدلي او د شته ماشینونو له ترمیم وروسته کولی شي په کلنۍ توګه تر درې میلیونو مترو ټوکر تولید کړي.

د کارخونې د سوداګرۍ او پلان جوړولو آمر عبدالرحمن وايي: « زموږ د رنګولو ماشین دا مهال د بیا رغونې په حال کې دی او زموږ د تار اوبدلو ماشینونه به په نږدې راتلونکي کې بېرته ورغول شي. که چېرې زموږ ماشین آلات بدل شي، نوي ماشینونه راشي یا هم دا موجوده ماشینونه په اساسي توګه ورغول شي، دلته تر ۱ زر ۵۰۰ کسانو پورې د کار زمینه برابرېږي او کولی شي په درېیو منظمو کاري وختونو کې کار وکړي. موږ کولی شو دلته په تولید شوي ټوکر باندې شمالي ولایتونو ځان بسیا کړو.»

هغوی چې له لسیزو راهیسې په دې کارخونه کې کار کوي وايي، یو مهال له دې  کارخونې بهرنیو هېوادونو ته هم ټوکر صادرېدل.

 دوی باور لري، که  له ترمیم سربېره ورته نوي ماشینونه واخیستل شي، نو د دې وړتیا لري چې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.

د کارخونې مالي او اداري آمر فیض محمد وايي: «په دې کار کې موږ هغه ماشیونه ترمیم کړي چې له کاره لوېدلي وو، بل ځای مو نه دي وړي خپله مو ترمیم کړي. خو په دې کې داسې برخې هم شته لکه د لابراتوار څانګه چې تر اوسه برابر نه دي. کله چې دا ماشینري جوړه او فعاله شي، بیا به د لابراتوار لپاره هم انجینر وغواړو ترڅو د هغوی تخنیکي چارې موږ ته راوښيي ترڅو موږ تولید پيل کړو. تر اوسه مو دا لوی ماشین فعال کړی دی.»

د بلخ د نساجۍ دغه دولتي کارخونه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ١٣٤٧ لمریز کال جوړه شوه، خو له ٣٠ کلن فعالیت وروسته د کورنیو جګړو پرمهال یې فعالیت بند شو. اوس د دې کارخونې د بيا فعالولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist