د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په سرپرست حکومت کې دننه د اختلافاتو شتون په اړه آوازې ردوي او دا د هغو کړیو منفي تبلیغات یې بولي چې دا مهال له سرپرست حکومت سره په مخالفو جهتونو کې ولاړ دي.
شېر محمد عباس ستانکزی که څه هم د چا نوم نه يادوي، خو زياتوي چې يادې کړۍ هڅه کوي څو د خپلو تبلیغاتو له لارې وښيي چې په سرپرست حکومت کې دننه پر لوړه کچه اختلافات موجود دي.
د ستانکزي په خبره، په اوسني سرپرست حکومت کې ټولې پرېکړې د اکثریت له لوري کېږي او هېڅ ډول اختلافات په کې ځای نه لري.
هغه په دې اړه وايي: « تقریبا ً له یوې اوونۍ راپدېخوا، تاسو به مطبوعات اورېدلي وي، مختلف مطبوعات په دې باندې بحث کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو منځ کې اختلافات موجود دي او مختلف نومونه ورکوي، مختلف شکلونه ورکوي او په مختلفو نومونو باندې یې یادوي، دلایل یې یوه خوا بله خوا ورته راټولوي چې دلته دوه دری طبقې دي، څوک په یوه لاره روان دي څوک په بله لاره روان دي، څوک په بله. زه نن له دې دریځ دا اعلان کوم چې زه د دې اسلامي امارت له ابتدايي ملګرو نه یم، زموږ په اسلامي امارت کې هېڅ نوع اختلاف نه شته.»
ستانکزی دغه راز وايي، ځینې کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ اختلاف نظر د ودښمنۍ په مانا واخلي.
د ستانکزي په خبره، په سرپرست حکومت کې دننه ټول اختلاف نظر د پرمختګ لپاره دی او ټول هڅه کوي چې د خپل نظر له مخې د هېواد پرمختګ او بیارغونې لپاره یو څه وکړي.
ستانکزی زیاتوي: « هو! اختلاف د نظر به وي په هرځای کې په هره جامعه کې، په هر وزارت کې، په هر ریاست کې، په هر کور کې، تاسو به لیدلي وي په هر کور کې د پلار او د زوی ترمنځ هم د نظر توپیر وي، د مور او د زوی او د مېړه د نظریاتو هم یو له بله توپېر لري. دا اختلاف نظر دا لامل د پرمختګ او تعالي د یوه هېواد ګرځي، ځکه هرڅوک کوشش کوي چې په کوم شکل باندې چې دی یې لازم بولي یا دی پرې پوهېږي، د هېواد پرمختګ غواړي چې په دې رقم باندې وي. اختلاف په چوکۍ، اختلاف په امتیازاتو او اختلاف په نورو مسایلو کې نه شته.»
نوموړي همدارنګه د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د هغو جهتونو پر وړاندې چمتوو او وېښ واوسي چې په خبره يې دامهال یې پر ضد تبليغات کوي.
ستانکزی څرګندوي: « زموږ دوښمن اوس هم په کمین کې ناست دی. د افغانستان په اقتصاد کې، د افغانستان په سیاست کې، د افغانستان په داخلي چارو کې، د افغانستان په امنیت کې، په هر شي کې کوشش کوي چې اخلال او یو مشکل جوړ کړي. نو په دې بنا باندې هر فرد د دې ملت ته، نه یوازې حکومت ته بلکې هر افغان ته دا اړینه ده چې د خپل ملت چې نوی په خپلو پښو ولاړ دی او یو نوی نظام منځته راغلی، دا له هر نوع دغو مشکلاتو او چلنجونه چې د دې په مخکې دي، له دې وژغوري.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین همدارنګه زياته کړه، سرپرست حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې ټولې پرېکړې د شریعت او افغاني فرهنګ پر بنسټ وکړي.
ستانکزی د نظام د ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخول اړین بللي و او زیاتوي چې نړۍ د یوه کلي په څېر ده او له اړیکو او سوداګرۍ پرته په کې ژوند نه شي کېدی.