د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې او بحرين له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کتلي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کتنه کې يادو سوداګرو او پانګوالو په افغانستان کې د کان کېندلو، هوايي چلن، امنیت او مسلکي کادرونو د روزنې ترڅنګ په روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
همدا راز خبرپاڼه کې د بحرین او روسیې پانګوالو له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګوالو د سرپرست حکومت ملاتړ په اړه پر ډاډ ورکولو سربېره، بهر مېشتي افغان پانګوال او شرکتونه هم هڅول شوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کوي او دغه راز یې وویل چې په تېرو درېیو کالو کې د کانونو استخراج او د درمل جوړولو کارخونو ترڅنګ د بندونو جوړولو، د لویو لارو او سړکونو جوړولو په برخه کې بېلابېلې پروژې عملا ً پیل شوې دي چې په دې سره زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د یادو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو له لوري پانګونه مهمه او حیاتي بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د صنعت او کرنې سکټورونو لپاره هم بهرني پانګوال افغانستان ته را جذب کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم چې موږ په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې د جذبولو ستر ظرفیتونه لرو؛ خو د سیمې او ګاونډ ډېری هېوادونه د کانونو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا لري. نو، زه فکر کوم، که چېرې حکومت وکولی شي د صنعت، خدماتي سکټور او دغه راز کرنې په برخه کې پانګوال راجذب کړي، بېله شکه چې دا کار کولی شي لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د ا قتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « که چېرې زموږ او تاسې حکومت غواړي چې د افغانستان اقتصاد په کم وخت کې پر پښو ودرېږي، نو اړینه ده چې له زیاتره نورو هېوادونو سره هم په دې برخه کې قراردادونه وکړي. دا کار به زموږ هېواد رسمیت پېژندلو ته هم ور نږدې کړي او همدارنګه د افغانستان اقتصاد به په کم وخت کې په پښو ودرېږي.»
بحریني او روسي پانګوالو سره په کتنه کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا ویلي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغانستان په اقتصادي برخه کې مهم پرمختګونه کړي.