Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: ایران د افغان پانګوالو د جذبولو هڅه کوي

قمي: ایران د افغان پانګوالو د جذبولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان د خصوصي سکټور پانګوال د ایران په سترو پروژو کې پانګونې ته وهڅوي.

قمي زیاته کړې، تهران او کابل کولی شي د چابهار بندر په پراخولو سره د شمال او سوېل، ختیځ او لوېدیځ تر منځ ګډ ټرانزیټي دهلېز رامنځته کړي.

د ایران ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، قمي په مشهد کې د یو نړیوال نندارتون د پرانېستې پرمهال ویلي، دې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان د خصوصي برخې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

قمي دغه راز زیاته کړې، د افغانستان د اقتصاد غوړېدل د سیمې پر هېوادونو هم مثبت اغېز لرلی شي.

په ورته مهال، سرپرست حکومت بیا د چابهار بندر یو له مهمو بندرونو بولي او وایي، تېر کال له ایران سره د دغه بندر له لارې څه باندې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاد عبدالسلام جواد وايي: « چابهار بندر د افغانستان لپاره یوه مهمه تجارتي او ټرانزیټي لاره ده. موږ وکولی شول په دې بندر کې د رامنځته شویو سهولتونو په وسیله لکه زموږ د تجارت لپاره د آزادې ځمکې او منطقې چمتو کول او په دې بندر کې د تجارتي اموالو خوندیتوب څخه ښه ګټه پورته کړو. همدارنګه د چابهار او عباس بندرونو له لارې تر ټولو ډېر صادرات او واردات کېږي. له ایران سره د افغانستان صادرات او واردات د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د ۲ میلیارده ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وو چې له دې ډلې ۳۳ میلیونه ډالره صادرات، ۱ میلیارد او ۹۹۲ میلیونه ډالره واردات دي.»

د سږ کال په غوايي میاشت کې د ایران د سوداګرۍ خونې د ایران دولتي رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه په تېر یو نیم کال کې دوه برابره زیاته شوې.

 دا په داسې حال کې ده چې وړاندې په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو پانګونه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې ښودل شوې وه.

سوداګر بیا د ایران له خوا د پانګوالو د جذب هرکلی کوي، خو غوښتنه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې افغان پانګوال د نورو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « پانګونه په ایران او افغانستان کې اوس وخت کې تقریبا ً د ډېرو هېوادونو په افغانستان کې اړتیا ده، د پانګونې امتیازات ورته ډېر دي، امکانات ورته ډېر دي، امنیت شته، تقریبا ً فساد نه شته، په ډېرو برخو کې کولی شو چې موږ، د ایران خلک یا د ایران تجاران په افغانستان کې پانګونې وکړي، زموږ لپاره افغانستان مهم دی چې په دې کې د ایران خلک پانګونه وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د ایران د تازه اقدام هرکلی کوي او له دې هېواد سره د د سوداګریزو اړیکو په اړه وایي، ایران تل په خبرو کې داسې ژمنې کوي چې عملي بڼه نه لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي وايي: «څنګه چې قمي ویلي دي، دا ښه خبره ده اما د ښې خبرې لپاره اجرائیوي اقدامات په کار دي. دا اجرائیوي اقدامات تراوسه په دا ۱۵کالو کې چې موږ په چابهار پسې ګرځو، له چابهار بندر نه هغسې چې لازمه ده استفاده نه کېږي او تر اوسه پورې د چابهار په لاره باندې زموږ ډېر کم صادرات شوي دي او کم ځي، هغه تخنیکي ستونزې لري، ځېنې مسایل دي، امنیتي ستونزې دي او څه د مالیې مساله ده او هغه جګه ده، سوداګرو ته ګټه  نه کوي، دا کار نه کېږي. ایرانیان هم وايي چې راشئ او افغانان هم وايي چې زموږ لپاره دا ښه ده ، خو ولې نه کېږي؟ راځئ چې په دې ولې یې خبرې وکړو، ولې دا ده چې دا لاره تر اوسه پورې نه ده جوړه، سړک یې هم نه دی ښه، ټرانسپورټ کې یې سهولت نه شته دی.»

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي، خو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټنیګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist