Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د افغان بندیانو اعدام لړۍ دوام؛ دوه نور افغانان هم اعدام شوي

ایران کې د افغان بندیانو اعدام لړۍ دوام؛ دوه نور افغانان هم اعدام شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

په‌ داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو مدافع سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د کچې لوړېدو په هکله اندېښنه وښوده او له ایرانه یې وغوښتل چې د اعدامونو لړۍ پای ته ورسوي، خو ښکاري چې ایران دغه غوښتنه نه ده منلې.

له دې سره په یوه وخت، د ایران د بشري حقونو سازمان (هه ‌نګاو) په ایران کې له افغان کډوالو سره د حکومت او خلکو د ناوړه چلن په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، د قم په مرکزي زندان کې د ایوب سنګر او عبدالرقیب مالکي په نومونو دوه تنه افغان بندیان وړمه ورځ اعدام شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې:« دوه افغان اتباع ایوب سنګر او عبدالرقیب مالکي د ایران په قم زندان کې اعدام شوي دي، دا راپور د سې شنبې په ورځ خپور شو او ویل شوي وو چې دغه کسان د  قصدي قتل په تور نیول شوي وو.»

همدارنګه، په پاکستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف  له شمشاد سره په مرکه کې ویلي،  د کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره باید اسلامي امارت په کور دننه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو افغانان ګاونډیو هېوادونو ته لاړ نه شي.

د ضعیف په خبره، پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پاتې کېدل به افغانستان ته منفي پایلې ولري او له اسلامي امارت غواړي چې ټول ګډوال افغانستان ته راستانه کړي.

ضعیف په دې اړه  وايي: « دویم دا چې څنګه کولی شي دا خپل وروڼه چې په پاکستان او ایران کې دي، دا راستانه کړي او دلته یې خپلې غېږې ته راولي. دا یوازینی حل لاره ده. موږ که ټول عمر پاکستان یا ایران او بل چاته زارۍ کوو، دا نور هم موږ ته تاوان کوي، هغوی نور هم دلاوره کېږي. کله چې تېر کال د مهاجرو موضوع په پاکستان کې ډېره سخته شوه او دلته اسلامي امارت ورته اعلان وکړ او په سرحدونو کې یې کمپونه ورته خلاص کړل، ته باور ورکړه چې دا مشکلات په ۱۰۰کې ۵۰ سلنه راټیټ شول. داسې کېدلی شي چې افغانستان خپله غېږه ورته خلاصه کړي، خلکو ته بلنه ورکړي او کافي کمک ورسره وکړي.»

د مالوماتو له مخې، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۵ میلیونو تنو ته رسېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت ته په کار ده چې له افغان کډوالو سره د بد چلن، د افغان بندیانو د اعدامولو، په زور او جبر سره د را شړلو او د ایران له بندخونو د افغان بندیانو د آزادولو لپاره د ایران له حکومت سره مخامخ خبرې پېل کړي ترڅو په ایران کې له افغان بندیانو سره د روان ناوړه چلن مخنیوی وشي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « ښه دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له دې مسایلو لاس واخلي یا افغانستان ته اطلاعات ورکړي او که کېدای شي افغانستان ته یې وسپاري؛ ترڅو د خپل جرم پاتې سزا په افغانستان کې تېره کړي.»

د کډوالو چارو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي: «په دې برخه کې زموږ ګاونډي هېوادونه چې ایران او پاکستان دي، باید د افغان کډوالو په برخه کې د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې چلن وکړي او له هغوی سره د چلن پرمهال تبعیضي،  د بشر ضد او د انساني کرامت ضد مسایل په پام کې ونیسي، ترڅو د هغوی د بېرته ستنېدلو لپاره د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې زمینه برابره شي او په آبرومندانه توګه خپل هېواد ته راشي.»

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مسوولین د ایران له حکومته غواړي، هغه افغانان چې په بېلابېلو جرمونو د دغه هېواد په بندخونو کې دي، افغانستان ته وسپاري ترڅو د افغانستان د قوانینو پر بنسټ سزا ورکړل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبداللمطلب حقاني وايي: « په ایران هېواد کې میلیونونه افغانان ژوند کوي او دا طبیعي خبره ده چې ځینې به یې په جنايي جرمونو کې ښکېل هم وي، خو له ایرانه مو غوښتنه دا ده چې دغه افغانان د اعدام پر ځای د افغانستان له اسلامي امارت سره د یوه توافق او تفاهم له مخې، افغانستان ته انتقال شي. مخکې هم موږ د ایراني چارواکو په همکارۍ باندې، په دې توانېدلي یو چې سلګونه افغان بندیان او هغه افغانان چې په اعدام باندې محکوم وو، افغانستان ته را انتقال کړي دي. بیا هم موږ له ایراني چارواکو همدا غوښتنه کوو چې باید دوی ته هلته د سزا ورکولو پر ځای افغانستان ته را انتقال شي او دلته د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دوی دوسیې وڅېړل شي.»

تر دې وړاندې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې اوس‌مهال شاوخوا ۷ زره افغان کډوال د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي، د روان زېږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې ایران د ۲۰ افغانانو په ګډون، ۳۰۰ تنه اعدام کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist