Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند او ایران له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ او تعامل مهم بللي

هند او ایران له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ او تعامل مهم بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/24

د روسیې په کازان ښار د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر مشرۍ او کوربتوب د برېکس سازمان ۱۶مه سرمشريزه د  اکتوبر پر ۲۲ مه پيل شوې او تر۲۴ مې به دوام وکړي.

په دغه ناسته کې د چین، هند، سوېلي افریقا، ایران او برازیل په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو مشرانو برخه اخیستې ده.

د ناستې له پیل وړاندې د هند او ایران مشرانو په سیمه کې له افغانستان سره سوداګريز او په ټوله کې اقتصادي همکارۍ او تعامل مهم بللي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې ولسمشر مسعود پزشکيان په سیمه کې د پرمختګونو د رامنځته کېدو په انګېزه له افغانستان سره همکاري، تعامل او خبرې یوه اړتیا ګڼلې.

هغه زیاته کړې:« موږ باید د افغانانو ستونزو په حل کولو سره سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړو. ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.»

هندي رسنیو بيا ويلي، چې لومړي وزیر نريندرا مودي د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې د چابهار بندر پر تجارتي ارزښت، د افغانستان په بیارغونه کې د هند پر همکارۍ، سیمه‌يیزو اړیکو او په لوېدیځه اسیا کې د بې ثباتیو په اړه خبرې کړې.

مودي ویلي:« له مسعود پزشکیان سره مې ډېره ښه ناسته لرله. پراخې دوه اړخیزې اړیکې مو و اروزلې او د نویو پرمختګونو لپاره مو پر پرمختللو لارو چارو خبرې وکړي.»

د برېکس سرمشريزه د غړيو او ګډون کوونکو هېوادونو له لوري د لویدیځ پر وړاندې پر متحدې همغږۍ او د ګډو اقتصادي او سیاسي همکاریو د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي. 

 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د برېکس ناستې ګډون کوونکي هېوادونه د ګډو سیمه‌يیزو اقتصادي او امنیتي ګټو لپاره یو بل سره  د همکارۍ ژمنې تازه کوي.

د دوی پر باور د سیمه‌يیز اتصال لپاره چې افغانستان هم په کې شامل دی، د ناظر په توګه د اسلامي امارت د استازي ګډون مهم دی، څو په اقتصادي او امنیتي مسایلو کې د افغانستان دریځ روښانه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« نو دلته باید حد اقل د افغانستان یوه استازي د ناظر په توګه ګډون درلودلی وی چې د دوی پرېکړې یې تایید یا رد کړې وی یا یې مسوولیت منلی وی. دوی هم ډاډ ورکړی او هم یې ډاډ ترلاسه کړی وی.  اقتصادي مسایلو کې یې سره ژمنې کړې وی. دا چې د افغانستان پلاوی هلته شتون ونه لري، د دوی هېڅ پرېکړې پر افغانستان باندې الزامي بڼه نه لري او خپلې تکراري خبرې کوي. پخوا ټولګډونه حکومت و، د ښځو ګډون و.»  

د روسیې په کوربتوب او مشرۍ د برېکس سږنۍ سرمشريزه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون په اړه لا څه نه دي ویل شوي او نه يې هم سرپرست حکومت په اړه د ګډون او نه ګډون خبر ورکړی.

په دې ناسته کې له غړيو پرته د یو شمېر هېوادونو له ګډون سربېره د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش هم د روسیې کازان ته رسېدلی او له ولسمشر پوتین سره یې کتلي دي.

اوکراین او یو شمېر اروپايي هېوادونو روسیې ته د ګوټېرېش سفر او په برېکس سرمشريزه کې يې د نوموړي ګډون غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو د نړیوال حیثیت لپاره ستر زیان بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist