له هغې وروسته، چې د ايران بشري حقونو سازمان حال وش د ايراني ځواکونو له لوري کلاګان سيمه کې د لسګونه افغانانو د وژلو خبر ورکړ، ورسره سم په دې اړه په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپورته شول او لاهم دوام لري.
د دې غبرګونو په لړ کې د اسلامي امارت کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين پر مشرۍ تحقيقاتي پلاوی وګوماره، څو د پېښې واقعيتونه مالوم کړي.
خو د پلاوي له ګومارل کېدو د څو ورځو په تېرېدو سربېره لاهم په دې اړه د شوو څېړنو لومړني مالومات نه دي علني شوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پلټنې نه دي بشپړې شوې او د پېښې مالومولو لپاره يې هغه کسان له نورو هېوادونو بېرته را غوښتې، چې په دې سیمه کې یې تګ راتګ کړی.
مجاهد په دې اړه وايي:« هو! اوس هم د هغې کمېټې کار روان دی، لا نهايي شوی نه دی. تاسو پوهېږئ چې دلته کومې ادعاوې شوې وې، هغو ځېنو خلکو ته اړتیا وه چې هغه په دغه سیمه کې د تګ راتګ په حال کې وو، یا یې تګ راتګ کړی وه، نو هغه په لرې پرتو سیمو، ان له نورو هېوادونو مو راوستي او د پېښې په اړه به اسلامي امارت ته مالومات ورکړي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ارشد معینیت پر سرپرستۍ باندې دا هیت ټاکل شوی، لا یې هم تحقیقات روان دي،انشا الله چې تحقیقات نهايي شي، بشپړ جزییات به هم شریک کړو.»
ملګرو ملتونو، امريکا، اسټراليا او يو شمېر نورو هېوادونو دغه پېښه بوږنوونکې بللې او له امله يې پر ايران نيوکې کړې دي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان نیوکه کوي چې سرپرست حکومت يوه مسوول حقوقي شخص په توګه د خپلو اتباعو د وژل کېدو واقعيت مالومولو لپاره بېړنی غبرګون نه دی ښودلی او اړتيا ده، چې د اتباعو پر وړاندې د مکلفيت اصول تعقيب شي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د هر حکومت تاریخي رسالت او مسوولیت لري چې له خپلو اتباعو دفاع او ملاتړ وکړي. د دغو ۲۶۰ هېوادوالو شهادت یو جنایت وه چې ایران ترسره کړ، خو اسلامي امارت په عاجله بڼه غبرګون ښکاره نه کړ. د نورو هېوادونو اتباع چې په کوم بل هېواد کې ورته کومه ستونزه پېښه شي، حکومت یې په ۲۴ ساعتونو کې د ستونزې پوښتنه او د خپل هغه اتباع دفاع کوي.»
ځېنې نور بیا په دې باور دي چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دغه ډول پېښې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو منفي اغېز پرېښودلی شي او خبره یې اړتیا ده، چې ګاونډي هېوادونه د افغانانو پر وړاندې نور د کډوالۍ نړۍوال اصول له پښو لاندې نه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« یقینا دا منفي تاثیرات اچوي، د خلکو په نظریاتو کې مفني فکرونه راټوکېږي. زه پاکستان او ایران ته وایم. پاکستانه! ته هم له هند سره ښې اړیکې نه لرې. ایرانه! ته هم له نړۍ سره او په ځانګړي ډول له اسراییلو او امریکا سره ښې اړیکې نه لرې، که سبا پر تا باندې دا حال راشي، ته به بیا موږ ته اړ یې. دا خو داسې نه ده، غر په غر نه ورځي، خو انسان په انسان ورځي. هېله دا ده، څنګه چې پزشکیان ویلي، یو اقتصادي زون په خپلو کې رامنځته کړو، لکه پاکستان، افغانستان، ایران او منځنی اسیا هېوادونه، دا ډېره ښه ده، لکه د اروپا په څېر یوه ګډه وېزه رامنځته کړو.»
دغه پېښه وړمه یکشنبه د شپې د ايران سيستان-بلوچستان اړوند کلګان سیمې په غرونو کې رامنځته شوې، چې مخابراتي خدمات په کې کمزوري او د نړیوالو مسوولو سازمانونو له پوښښ لرې ده.
د بشري حقونو فعلان ایران تورنوي، چې د پېښې د پټولو هڅه يې کړې او په دې توګه يې د بشري جنايت تله درنه شوې.