Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې هره ورځ دوه ماشومان د ناچاوده توکو له امله قرباني کېږي

اوچا د بشري مرستو رسولو بهیر کې د لاسوهنې په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/24

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا (اوچا) په یوه خپره کړې اعلامیه کې، تور لګولی چې د اسلامي امارت د مرستورسولو بهیر کې لاسوهنې کوي او د مرستو رسولو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې په تېره سپټمبر میاشت کې د دوی بشردوستانه شریکانو د مداخلې ۱۷۳ موارده ثبت کړي او له همدې امله د ۸۳ پروژو چارې ترنامالومې نیټې ځنډول شوې دي.

دغه راز اعلامیه کې اوچا ادعا کوي چې د سپتمبر میاشت پیښې د تېر کال  پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی شيي.

د اعلامیې یوه برخه: «  د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې بشردوستانه شریکانو د ۱۷۳ پیښو راپور ورکړی، چې د بشري مرستو د بهیر مخه یې نیولې ده. له همدې امله ۸۳ پروژې په موقت ډول ځنډول شوې دي. د پیښو ۹۸ سلنه لاسوهنه مختلفو سیموکې د ځايي مسوولینو له لورې شوې.»

اسلامي ا مارت د اوچا دغې ادعا ته، تر اوسه غبرګون ندی ښودلی، خو لهدې وړاندې یې د ملګروملتونو اړونده ادارو او مرسته رسولو بهیر کې هر ډول لاسوهنه رد کړې.

د اقتصادي چارو شنونکي  د نړیوالو موسسو له لوري دغه ډول مرستې تر ډېره د افغانانو ستونزې نه شي حل کولی او په خبره یې اړتیا ده چې د افغانانو لپاره اساسي کارونه وشي.

 دوی له اسلامي امارت هم غواړي چې د دې مرستو د سم مدیریت په موخه چاته اجازه ورنه کړي چې په دې مرستو کې لاسوهنه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی اصف ستانکزی وايي:« د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خپلې ۸۳ پروژې چې کولی شوی، په لنډمهال ډول افغانستان کې د لوږې مخه ونیسي، البته په دغه برخه کې د افغانستان له هغو وګړو سره مرسته وکړي، چې دوی له بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي، چې دوی ان اساسي اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. خو بل خوا که ګورو د خوړو نړیوال سازمان دا ادعا کوي چې ګواکې  طالبان په دغو ۸۳ پروژو کې ۹۸ سلنه په شخصي لاسوهنه تورن کوي.  که موږ وګورو، ټولې هغه خواوې چې د خوړو نړیوال سازمان سره په اړیکه کې دي، هڅه وکړي څو پورې دغه مرستې له سیاست لرې او په دغه کې د لاسوهنې موقع هیچاته ورنه کړي. »

اوچا دغه ادعا داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وروستي راپور کې له ۲۳ میلیونه ډېر افغانان له فقر سره مخ بللي او له دغه شمیر وګړو څخه یې د څه باندې ۱۰ میلیونه ماشومانو روغتیا د اندېښنې وړ یاد کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist