که له یوې خوا ځوانان له بېروزګارۍ سر ټکوي، خو له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولين ادعا کوي، چې د روان کال په دویمه ربعه کې یې څه باندې ۳۴ زره د کار جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، د ياد شمېر جوازونو د ویش له درکه میلیونونه افغانۍ عواید د سرپرست حکومت بودیجې ته جمعه شوي.
د ابراهیمي په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د جوازونو د وېش لړۍ اسانه کړي.
هغه په دې اړه وايي:« د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۳کال په دویمه ربع کې له ۳۴ زرو زیاتو هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي. یاد کسان په امارتي ادارو، خصوصي سکټور او موسساتو کې په رسمي دندو ګومارل شوي. همدرانګه د دې کال په لومړۍ ربع کې ۲۲ زره ۴۲۷ تنو ته د کار جوازونه وېشل شوي وو. د یادولو وړ ده، په کومو برخو کې چې د ښځو کار ته اړتیا لیدل کېږي او د دوی خدمات د نجونو او ښځو لپاره وي، ښځې هم په کار ګومارل شوي. »
په ورته وخت کې ابراهیمي وايي، د کار په وېشل شویو انفرادي جوازونو کې ۱ زر ۱۲۲ هغه يې بهرنيو وګړو ته وېشل شوي.
اخوا د سیاسي چارو شنونکي د سرپرست حکومت دا کړنه ستايي او وايي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره به بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي، خو غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د بېروزګارۍ کمولو لپاره د پانګونې زمينه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« دا یوه مثبته لړۍ ده، ډېری افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي او د بې کارۍ کچه په افغانستان کې راښکته کېږي. همدارنګه د حکومت لپاره هم د ښه عوایدو راټولولو زمینه برابرېږي. تر ټولو مهمه هغه بهرني وګړي چې په افغانستان کې پانګونه کوي، یا دلته کاروبار کوي، جوازونه اخلي، هغوی لپاره که دغه شان شرایط وضع شي، چې دوی باید کاروي ځواک له افغانانو تشکیل کړي، همدارنګه په مسلکي برخو کې افغانانو ته زده کړه ورکړي، ترڅو دوی( افغانان) هم د کار ترڅنګ یو مسلک زده کړي. »
بلخوا متشبثې ښځې وايي، په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت لخوا له کاروباري ښځو سره مرستې شوي، چې بلګه يي په تېرو نندارتونونو کې د ښځو ونډه وه.
دوی وایي، په نندارتونونو کې صنعتکارو ښځو وکولی شول، چې د دوی په نوښت توليد شویو توکو ته ښه بازار موندنه وکړي.
متشبثه زهرا ځاځۍ وايي:« جواز مې اخیستی دی. شاوخوا یو نیم کال کېږي چې فعالیت لرم، له فعالیته ډېره راضي یمه. که کوم ډونر وي، که د اسلامي امارت له لوري له ما سره مالي مرسته وشي، زه به خپلې سوداګرۍ ته نوره هم پرمختګ ورکړم. شخصا زه له خپل کاره راضي یمه.»
متشبثې ښځې غوښتنه کوي، چې راتلونکو نندارتونونو کې دې هم ورته ونډه ورکړل شي، څو يې کاروبار وده وکړي او ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي.