Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د داعش هغه ډله چې له بلوچستان رهبري کېده په غور کې له منځه وړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/22

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په غور ولایت کې د داعش ډلې هغه دوه غړي وژل شوي چې د تېرې سنبلې مياشت کې یې پر ملکي اهل تشیع وکړو بريد کړی وو.

 د مجاهد په خبره، د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دغې ډلې دوه غړي وژل شوي او له پټنځای يې يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.

هغه په دې اړه وايي:« تېره ورځ د غور ولایت مرکز اړوند د فتنه ګرو (داعش) یوه ځاله چې دوی د پټنځای په توګه ترې استفاده کوله، برید پرې وشو او په بشپړه توګه له منځه ولاړه. په دې کې د فتنه ګرو یو مشر او یو بل ملګری دا ووژل شول. له دوی وسلې او مهمات هم ونیول شول. دا هغه ډله وه، چې څه موده وړاندې یې زموږ اهل تشیع هېوادوالو باندې د غور او بامیانو ولایتونو ترمنځ برید کړی وه او ګڼ کسان یې شهیدان او ټپیان کړي وو.»

مجاهد وايي، له دغه بريد سربېره دغو کسانو په کابل، بامیانو او غور ولایتونو کې په یو لړ نورو بریدونو کې هم لاس درلود.

مجاهد وژل شوي کسان داعش ډلې ته منسوب ګڼي او په وينا دغه ګروپ د بلوچستان له مرکزونو پلان او رهبري کېده.

 نوموړی دغه راز زاياتوي، په تېرو درې ورځو کې د داعش ډلې اووه کسېزه ډله نیول شوې.

مجاهد څرګنده کړه:« همدا راز د دغې ډلې یو اووه کسیز ګروپ هم دوه یا درې ورځو په جریان کې نیول شوی، دوی پسې پلټنې روانې دي. انشا الله دغه جنایتکاران به د خپلو شومو عملونو په جزا رسېږي.»

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وایي، له تېرو څو لسېزو راهیسې پاکستان د داعش ډلې ته په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي او دغه ډله بیا د نورو هېوادونو پر ضد کاروي.

کارپوهان وړاندیز لري چې اسلامي امارت دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سازمان کې شکایت ثبت کړي، څو دغه هېواد د داعش ډلې له روزنې لاس پرسر شي.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې بیا په بلوچستان کې د داعش ډلې حضور په اړه مستقیم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره  میاشت د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، داعش ډله په افغانستان کې خپل بریدونه له پاکستانه تنظیموي.

 هغه زیاته کړې وه، چې د داعش ډله تر ځپل کېدو وروسته اوس یې پاتې مشران او غړي د ځينو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خيبرپښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته مرکزونه او روزنيز کمپونه لري

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist