Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې اقتصادي ستونزو ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي

پکتیا کې اقتصادي ستونزو ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار د موټرو د ترمیم په یوه سرای کې لسګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

دغه ماشومان وايي، د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره له ډېرو ماشومانو ښوونځي پاتې شوي او اړ دي چې د کسب زده کولو په موخه درنو کارونو ته مخه کړي.

د رحمت‌الله په نوم یو کاریګر ماشوم وايي: « تر درېیم ټولګي مې مکتب ویلی، اقتصاد ضعیفه و، نو بیا ما دا کار شروع کړ. دوه کاله کېږي چې دا کار کوم. اقتصاد ضعیفه و نو دې کار ته راغلم ترڅو کار زده کړم، له مکتب نه وتلی یم.»

د همت په نوم یوبل کاریګر ماشوم وايي: «مستري توب کوم، د اقتصادي مشکلاتو له امله دلته کار زده کوم، ترڅلورم ټولګي پورې مې مکتب هم ویلی.»

ورته مهال، یو شمېر نور ماشومان هم وایي چې د فقر او بېوزلۍ له امله ښوونځیو ته نه ځي او په هغو پیسو چې له کار کولو يې تر لاسه کوي، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

دوی هیله لري چې سرپرست حکومت د ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره منظم پروګرامونه پلي کړي.

د مسعود په نوم کاریګر ماشوم وايي:« ستونزه دا ده چې موږ د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړو. پلار مې رالېږلی یم چې له نورو ماشومانو سر ډوډۍ پيدا کړم، مکتب ته رسيدګي نه کېږي.»

یو بل ماشوم فضل الرحمن وايي: « زموږ خو دا ټول په زړه کې آرمانونه دي، چې نه کېږي څه وکړو؟ مکتب هم وایو چې یو څه زده کړو، موږ له مجبورۍ کار کوو.»

اخوا ځایي چارواکي ډاډ ورکوي چې په پکتیا کې یې د سرپرست حکومت او همکارو موسسو پر مټ هڅې پيل کړې چې درنو کارونو بوخت ماشومانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو د اقتصادي ستونزو له هواري سربېره، خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړي.

د پکتیا اقتصاد رئیس محمد یونس راشد وايي: «هغه ماشومان چې هغه شاقه کارونه کوي یا له ستونزو سره مخامخ دي، ډېر مو ځینې ایستلي دي او نور هم لېستونه برابر شوي او په راتلونکط هم هڅه کوو چې د موسساتو له خوا هم دوی ته داسې فرصتونه برابر شي چې دوی له درنو کارونو راوګرځي، له ستونزو خلاص شي، هم د تعلیم او هم نورو برخو کې د کار زمینه برابره شي.»

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، دا مهال يوازې د دې ولایت په مرکز ګردېز کې شاوخوا۵۰۰ تنه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist