Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جرمني لومړی وزیر:جرمونو کې ښکېل افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوو

د جرمني لومړی وزیر:جرمونو کې ښکېل افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

که څه هم له یوې خوا په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ د پخوا په څېر ادامه لري، له بلې خوا، په ورته مساله کې د جرمني لومړي وزیر تازه څرګندونو هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دې هېواد لومړي وزیر په بروکسېل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي هېواد به یې هلته  د جرمونو او د عامه نظم په اخلالولو کې ښکېل افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

اولاف شولتز که څه هم دغه پروسه پېچلې بللې، خو زیاتوي چې د پخوا په څېر د دغه شان کډوالو شړلو ته کلک هوډ لري اوعملي کوي به یې.

هغه زیاته کړې:« موږ له دې مخکې هم زیات شمېر افغان مجرمین افغانستان ته ستانه کړل. دا یوه پېچلې پروسه وه، خو موږ وکولی شول دغه څه ترسره کړو او په راتلونکي کې به ورته څه بیا هم ترسره شي. مجرمین به بېرته افغانستان ته ولېږل شي.»

جرمني د کډوالو پر وړاندې قوانین وروسته له هغې سخت کړل چې د روان زېږدیز کال د جون په میاشت کې د دې هېواد په دوو ښارونو کې د دوو افغان کډواول له لوري د چړې په جلا جلا بریدونو کې یو پولیس ووژل شو او نږدې لس کسه نور ټپیان شول.

له دې پېښې وروسته هلته د کډوالو د مېشتېدنې او پناه اخیستلو پروسه له پراخو بحثونو او نیوکو سره مخ شوه چې له کبله یې د دې هېواد لومړي وزیر اولاف شولتز د ټولو امنیت ګواښوونکو کسانو د اېستلو ژمنه وکړه.

 

د کډوال حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « په آلمان کې یا په اروپايي هېوادونو کې ډېری هغه کسان مېشت دي چې یا مېشت شوي دي چې هلته یې افغانستان کې هرڅه له لاسه ورکړي او له تهدیدونو سره مخامخ وو. که چېرې دوی دوباره افغانستان ته په زور او جبر سره ولېږدول شي، نو دوی ته به هلته نورې زیاتې ستونزې را پیدا شي.»       

که څه هم په جرمني کې د افغان کډوالو دقیق شمېر څرګند نه دی؛ خو د یاد هېواد اړونده ادارو شمېرې ښيي چې په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې نږدې دوه میلیونه تنه آلمان ته د پناه اخیستلو په موخه کډوال شوي چې نږدې درې نیم سوه زره یې سیاسي پناه غوښتونکي جوړوي او ډېری افغانان هم په همدې ګټګورۍ کې راځي.

د کډوالو د حقونوفعاله آصفه ستانکزۍ د جرمني دغه پرېکړه د کډوالۍ له اصولو سره په ټکر کې بولي او اصلي موخه ترې هلته د جرمونو د کچې راټیټول او د مجرمینو تنبیه کول ښيي.

هغه په دې اړه وايي:« جرمني هغه کډوال شړي چې په دې هېواد کې یې په درنو جرمونو لاس پورې کړی، ترڅو د نورو مختلفو جرمونو ترسره کېدو د مخنیوي لپاره یوه انګیزه شي.»   

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له  دې وړاندې یې له جرمن چارواکو غوښتي و چې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع دې ورسره د عادي کونسلي تعاملاتو او معقولو مکانیزمونو له لارې د یوې دوه اړخیزې هوکړې په چوکاټ کې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني د روان کال په اګست میاشت کې ۲۸ تنه افغان کډوال له دغه هېواد تر ایستلو وروسته په یوې ځانګړې الوتکې کې افغانستان ته را ولېږدول.

د جرمني حکومت دغه کسان په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل بللي او وايي، له همدې کبله یې هلته د ژوند کولو حق له لاسه ورکړی و او د ډېپورټ امر یې صادر شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist