Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر له ښارونو راټول شوي

اقتصادي مرستیالي: تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر له ښارونو راټول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ اړوند د سوالګرو راټولولو کمېسیون د تېرو دوو کلونو په موده کې لسګونه زره سوالګر راټول کړي.

يادې مرستیالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه موده کې د دوی اړوند ټیمونو له لوري ۶۲ زره او ۱۹۳ سوالګر راټول شوي چې له ډلې یې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق پېژندل شوي، ۳۱ زره ۱۲۶ حرفوي سوالګر وو او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او پر نشه ‌يي توکو روږدي کسان دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د تېرو شاوخوا دوه کلونو په موده کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري په کابل او ولایتونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوي دي چې له جملې یې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق سوالګر تثبیت شوي، ۳۱ زره ۱۲۶ یې حرفوي سوالګرو او پاتې یې بې سرپرسته ماشومان او پر نشه يي توکو روږدي کسان وو. دغه ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنتونونو ته ور معرفي شوي او هلته به د تعلیم او زده کړو زمینه ورته برابره شي او میاشتنۍ اعاشه به هم ولري. مستحقو سوالګرو ته د اسلامي امارت له خوا دوامداره نغدي مرسته ورکول کېږي او هغه چې حرفوي سوالګر وو، هغوی هم تثبت شوي او نور به اجازه نه لري چې په عامه ځایونو کې سوالګري وکړي.»

خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو سوالګرو تر ټولو لوی شمېر ۵۸ زره ۸۴۱ تنه په پلازمېنه کابل کې او تر ټول کم شمېر ۲۷ تنه په نیمروز کې ثبت شوي دي.

که څه هم عام خلک د سوالګرو راټولو کمېسیون له هڅو هرکلی کوي خو وایي، په پلازمېنه کې د سوالګرو شمېر نه دی کم شوی او له سرپرست حکومته غواړي چې سوالګرو ته د معلوم امتیاز په ورکولو سره په بازارونو کې د هغوی د ګدايي کولو مخنيوی وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی تمیم وايي: « دا کار یې ډېر ښه دی. خلکو ډېر په دې کار عادت کړی، ډېرو خلکو عادت کړی. اوس چې یوه چاته دوې روپۍ ورکړې، بیا یې دا عادت ګرځي او بیا هم دا کار کوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالباسط په دې اړه وايي: « سوالګر کم شوي، خو خبره دا ده چې زموږ په هېواد کې فقر زیات دی. دوی هم په خپله اندازه کوشش کوي چې فقر زموږ له هېواد لرې کړي او سوالګر ټول کړي، خو بیا هم ستونزې ډېرې دي، کم شوي دي، ښه شوي دي. بیاهم په راتلونکې کې د دوی هڅې غواړو چې سل په سلو کې زما وروره یوڅه نور هم حمایت وکړي او سوالګر کم شي او موږ له اسلامي دولت څخه خوښ یو، یا هم غواړو چې په دې برخه کې لږ څه ډېر ملاتړ وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم د سوالګرو راټولو کمېسیون کارونه ستایي او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت باید د سوالګرو راټولو لپاره په یوه منظم چاپېریال کې د کار زمینه برابره کړي، ترڅو دوی بیا ځلې سوال کولو ته مخه نه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: «  دویم دا چې له خپلې وسې سره سم له هغوی سره مرسته شوې ولې هغه څه چې زما په فکر باندې کمبود دي، هغه دا دي چې د دغو وګړو لپاره باید د کار او د اشتغال د محیط رامنځته کولو هڅه وکړي. حتا که یو معیوب هم وي هغه هم کولی شي په ټولنه کې د کار او تولید برخه وګرځي. په دغسې سیاست باندې دوی کولی شي چې هم غربت ورک کړي، سوالګر له سړکونو ورک کړي او هم په ټولنه کې نظم رامنځته کړي.»

په ټوله ‌ييز ډول، د ټول هېواد پر کچه په راټول کړای شویو سوالګرو کې ۵۸ زره ۸۴۱ يې له کابل، ۱ زر۲۲۷ تنه له ننګرهار، ۱ زر ۷۱ تنه له هرات او پاتې نور له پکتیا، لغمان، پروان، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان ولایتونو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist