Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د حماس غورځنګ دویم مشر یحیی سنوار هم ژوند له لاسه ورکړ

د سنوار مړینې په اړه د غبرګونونو دوام؛ اسلامي امارت یې مړینه لویه ضایعه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

وروسته له هغې چې د حماس اسلامي غورځنګ د خپل دویم مشر یحیی سنوار مړینه تایید کړه، ورسره سم د نوموړي د ترور په تړاو پر نړیواله کچه غبرګونونه هم وښودل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د یحیی سنوار پر مړینه ژوره خواشيني ښکاره کړې او له اسلامي نړۍ یې غوښتي چې د فلسطین مظلومو خلکو د داعیې ملا وتړي.

د ریاست الوزراء له ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې د فلسطین خلکو ته تسلیت ويل شوی او له اسلامي نړۍ غوښتل شوي چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت یو بل لوړپوړي چارواکي انس حقاني یحیی سنوار تاریخي مبارز بللی او وايي، ژوند او مرګ یې دواړه ځانګړي وو.

هغه پر خپله اېکس پاڼه د سنوار پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د تاریخ د سترو مبارزینو په کتار کې شمېرلی.

حقاني زیاته کړې:« یحیی سنوار د اسلامي امت د تاریخ په هغو سترو مبارزینو کې راغی چې ژوند یې ځانګړی او د شهادت انداز یې خاص و. د اقصی د دې نومیالي شهید د وینو لیکې به ډېرو نسلونو ته د ژوند واقعي مانا تعریف او ډېرو ته به د آزادۍ د لارې نقشه رسم کړي.»

د نړیوالو چارو څارونکي بیا وایي، که اسرائیل او په ځانګړي ډول لوېدیځ غواړي چې په منځني ختیځ کې جګړه پای ومومي، نو اړتیا لېدل کیږي چې اسرائیلي پوځونه نور د فلسطین له خاورې ووځي او هلته روانه ټولوژنه ودروي.

په نړیوالو غبرګونونو کې بیا الازهر د جمعې په ورځ په ښکاره د “فلسطین مقاومت شهیدان” وبلل.

الازهر پر خپله اېکس پاڼه د ځوانانو په ذهنونو کې د “فلسطین مقاومت سمبول” د تحریفولو لپاره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی او د دوی پر وړاندې یې د “ترهګرۍ” توری کارېدل غندلي.

الازهر زیاته کړې: « وطن، خاوره، هدف او په هدف کې د مرګ په مقابل کې مقاومت او دفاع کول هغه عزت دی چې له هېڅ بل عزت سره نه شي پرتله کېدای. نړیواله ټولنه لکه قبرونو کې د مړو په شان چوپه خوله دي او د نړیوال قانون ارزښت د هغه قلم له بیې سره برابر نه دی چې پرې لیکل شوی دی.»

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د حماس غورځنګ د مشر یحیی سنوار مړینه د “عدالت یوه شېبه” په ډاګه کوي.

بایډن زیاته کړې، سنوار د امریکایانو، اسراییلو، فلسطینیانو او یو شمېر نورو وینه تویه کړې وه.

جوبایډن همدارنګه د اسراییلو پر لومړي وزیر غږ کړی چې له فرصته ګټه واخلي او د سولې خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د الجزیزې ټلویزیون انګلیسي څانګې په یوه تحلیلي راپور کې ادعا کړې چې د فلسطین په غزه کې د یحیی سنوار مړینه به د منځني ختیځ روانه کشاله لا پسې پیچلې او سخته کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د سنوار مړینه به د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې او هڅې ټکنۍ کړي.

سنوار د ۲۰۱۷ زیږیز کال راهیسې په غزه کې د حماس مشر په توګه فعالیت درلوود، خو د روان کال اګست میاشت کې د اسماعیل هنیه تر مړینې وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist