Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خصوصي شرکتونه له اسلامي امارت د خپلو پیسو د ورکړې غوښتنه کوي

خصوصي شرکتونه له اسلامي امارت د خپلو پیسو د ورکړې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

د افغان سوداګرو او پانګوالو ټولنې مسوولین وایي، ماليې وزارت د اسلامي امارت رهبر د حکم له مخې هغو شرکتونو ته خپلې پيسې نه دي ورکړې چې د پروژو د پلې کولو له امله یې سرپرست حکومت قرضداره دی.

په ياد حکم کې ماليې وزارت ته لارښوونه شوې چې په ۱۴۰۲ کال کې طلبګارو شرکتونو ته ۱۰ او په ۱۴۰۳ کال کې ټولې ۱۵ سلنه پيسې ورکړي.

خو د افغان سوداګرو او پانګوالو ټولنې مسوولین نيوکه کوي چې دغه پيسې يوازې محدودو شرکتونو ته ورکړل شوي او ډېری نورو شرکتونو نه دي ترلاسه کړې.

دوی شکايت کوي چې د شرکتونو له لوري افغانستان بانک ته ورکړل شوي نغدي تضمينونه هم کنګل شوي او په خبره يې که دا ستونزې دوام وکړي، نو د کاروبار پر اغېزمنېدو سربېره به د خلکو بې کاري نور هم زياته شي.

د افغان سوداګرو او پانګوالو ټولنې مشر باز محمد غیرت وايي: « امیر المؤمنین تېر ۱۴۰۲ کال کې د ۱۰ سلنه پیسو راکولو امر وکړ خو د مالي کال د پای ته رسېدو له امله  اجراآت ونه شول. روان کال د مالیې وزارت له خوا د ۱۵ سلنه پيسو راکول په پام کې ونیول شول خو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ یوازې ۳۵ بودیجوي واحدونو ته ورکړل شوې.»

غیرت په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت ښه‌ کېدو او د کاروبارغوړېدو لپاره له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاده کړي.

غیرت زیاتوي: «کنګل شوې شتمني د افغانانو ده او هغه پيسې دي چې د  اسلامي امارت له راتګ وړاندې د افغانستان له خوا جمع شوې وې. د دې شتمنۍ کنګل ساتل د نړۍ لپاره شرم دی.»

د همدې ټولنې نور چارواکي ادعا کوي چې اسلامي امارت يې د پروژو د پلي کولو له درکه ۶۰ مېليارده افغانۍ پوروړی دی، خو له ډېرو هڅو سربېره د خپلو پيسو په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي.

دوی له ماليې وزارت غواړي چې په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه حکم عملي او شرکتونو ته خپلې پيسې ورکړي.

د افغان سوداګرو او پانګوالو ټولنې اجرائیه مشر  نورالله مبارز وايي: « د ساختماني او سړک جوړونې په ګډون ډېرو برخو کې ټولټال ۶۰ میلیارده افغانۍ په دولت باندې پور پاتې دی چې له جملې یې یوازې ۸۵۰ میلیونه ورکړل شوې او نورې پاتې دي. که چېرې دغه پیسې اجراء شي، دا په کار اچول کېږي او د هېواد اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.»

افغان سوداګر شهاب الدین ضیاء وايي: « زموږ شرکتونه له سقوط سره مخ دي. که دا پیسې راکړل شي، دا شرکتونه به بېرته پر پښو ودرېږي او خلکو ته به د کار فرصتونه ډېر شي.»

همدارنګه د سوداګرو او پانګوالو ياده ټولنې په خپل پرېکړه ليک کې د شرکتونو د نغدي تضمينونو کنګلول هم د افغانستان بانک ناسمه پرېکړه بولي.

سوداګر حاجي عبیدالله په دې اړه وايي: « د شرکتونو میلیونونه افغانۍ او ډالر د اسلامي امارت له خوا کنګل شوې؛ دغه کار له انصاف لرې او د سوداګرو د ناهیلۍ سبب کېږي. یو شمېر شرکتونه د مالیاتي تصفیې له امله ممنوع الخروج او تر فشارونو لاندې دي، خو همدا شرکتونه پر دولت پور لري. د جمهوریت د وخت مالیات باید د هغه وخت له قوانینو سره سم تصفیه شي.»

هڅه مو وکړه په دې تړاو د مالیې وزارت د مسوولینو نظر واخلو، خو زموږ اړیکې يې ځواب نه کړې.

د افغان سوداګرو او پانګوالو ټولنې د مالوماتو له مخې، د دوی ۶۰ مېليارد افغانيو طلبات د هغو پروژو د تطبيق له امله دي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره نيمګړې پاتې وې او اوس يې چارې بشپړې شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist