Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پيل شو

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/17

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې کرنیز توکي، پروسېس شوي تولیدات، د مالدارۍ وسایل، لاسي صنایع، طبي بوټي، د اوبو لګولو وسایل، د لمریزې برېښنا تولیدي ماشینونه، مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي او نور وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کرنې وزارت سرپرست عطاءالله عمري د نندارتون پرانيستې پرمهال وویل، تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان کرنې مکانیزه کولو ته هېڅ کار نه دی شوی، خو په خبره يې د سرپرست حکومت په راتګ سره د کرنې مکانېزه کولو په اړه هڅې پيل شوي او د بزګرانو ټولو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

عمري په دې اړه وايي:« د اټکل له مخې، زموږ د محصولاتو له ۲۵ تر ۳۰ سلنو د افغانستان لپاره بسنه کوي او پاتې نور اضافه دي. باید د دې لپاره زموږ ملي سوداګر لاس په کار شي او بازار ورته پيدا کړي.» 

عمري وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د کرنیزو محصولاتو د توليد کچه لوړه شوې او په دې برخه کې ۶۵ سلنه اضافي محصولات شته چې باید په بهر کې بازار موندنه ورته وشي.

همدارنګه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، ورته نندارتونونه کولی شي کورنيو محصولاتو ته په کور دننه او بهر کې مناسب بازار پیدا کړي او دغه کار د کورنیو تولیداتو د ملاتړ یوه بڼه بلل کېږي.

ملاعبدالغني برادر اخوند وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته ټیټ شوی او پر ځای یې بدیل کښتونه پيل شوي او په خبره يې، اسلامي امارت داسې اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: « دا ډول نندارتونونه کولی شي زموږ کرنیزو او د مالدارۍ محصولاتو ته کورني او بهرني بازارونه پيدا کړي. په دې سره کولی شو له خپلو محصولاتونو ملاتړ وکړو. د اسلامي امارت په بیاځل واکمنېدو سره د غیر رسمي اقتصاد فعالیتونه کم شوي، د کوکنارو کښت صفر شوی او د بدل معیشت بېلابېلې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.»

بلخوا، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه ډول نندارتونونه افغاني محصولاتو ته په سیمه ‌يیزه او نړیواله کچه د بازار موندنې ښه لاره بولي او وايي، د افغان سوداګرو په ګډون بهرني پانګوال هم کولی شي په کرنیزو برخو کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې نه کړي او برعکس دې د افغاني توکو د صادرولو لپاره لارې خلاصې وساتي.

هغه زیاته کړه: « موږ د افغانستان له دوست هېوادونو او په ځانګړې توګه هغو هېوادونو چې په کابل کې سیاسي استازولۍ لري، غوښتنه کوو چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار په موندلو کې همکاري وکړي. موږ کولی شو په ګډ کار سره د اقتصادي همکاریو کچه لوړه کړو. د سیمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیانو غواړو چې د افغاني صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.»

د نندارتون په پرانستغونډه کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې د دا ډول نندارتونونو په جوړولو سره به ګاونډیو هېوادونو کې افغاني محصولاتو او تولیداتو ته ښه بازار موندنه وشي.

د نورالدین عزیزي په خبره، سرپرست حکومت هڅه کوي د صادراتو زياتولو لپاره روان کال د هېواد پر کچه شپږ صادراتي مرکزونه جوړ کړي.

عزیزي په دې اړه وايي: « درېیم پروګرام چې د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره یې په پام کې لرو، د کرنیو محصولاتو د صادرولو لپاره د هوکړه لیکونو لاسلیکول دي. موږ له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخت یو،چې تعرفې صفر کړو، ترڅو زموږ محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته په اسانۍ سره ورسېږي.»

د کرنیزو محصولاتو ۳۱ نندارتون د معیاري تولید؛ ((نړيوال بازار ته لاسرسي)) تر عنوان لاندې د کابل په بادام باغ کې پرانيستل شو.

په دې نندارتون کې ټولټال ۲۶۳ غرفې اېښودل شوې چې له ډلې یې ۵۶ د ښځو لپاره ځانګړې دي ترڅو خپل لاسي صنايع په کې نندارې ته وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist