Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهامت: ښځینه بندیانې هم له تخنیکي او مسلکي زده کړو برخمنې کېږي

شهامت: ښځینه بندیانې هم له تخنیکي او مسلکي زده کړو برخمنې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/17

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یوې خبرې ناستې پرمهال د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت او د زندانونو چارو د سمون ادارې سربیره له درېیو نورو ادارو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د ټولنې محرومو کسانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.

د دغې ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت د زندانونو چارو د سمون ادارې له چارواکو سره د تړون لاسلیکولو پرمهال وویل، له دې سره به د ښځینه بندیانو په ګډون ټولو زندانیانو ته د تخنیکي او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

د شهامت په خبره، د بند مودې له پای ته رسولو وروسته به زندانیان د مسلکي او حرفوي انسانانو په توګه ټولنې ته وړاندې شي او له اقتصادي پلوه به پرځان بسیا وي.

شهامت زیاتوي: « موږ به داسې شرایط چمتو کړو چې له مخې يې ښځینه او نارینه بندیان له مسلکي او حرفه يي زده کړو برخمن شي. دغه زده کړې به نه یوازې د بند په موده کې له دوی سره مرسته وکړي بلکې له بند تر آزادېدو وروسته به هم د معیشت او ټولنه کې له ادغام سره مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې، د یادې ادارې او کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت ترمنځ هم هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې له واټونو او بازارونو راټولو شویو معتادینو ته هم د مسلکي او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

شهامت وايي، له دې سره به پر نشه يي توکو روږدي کسان له درمنلې وروسته ټولنې ته د یوه کسبه کار په توګه وړاندې شي ترڅو د خپلې کورنۍ سرپرستې پرغاړه واخلي.

شهامت  په دې اړه وايي: « له کورنیو چارو وزارت سره شوی هوکړه لیک د دغو کسانو د بیا توانا کولو په اړه زموږ د چارواکو د ژمنتیا څرګندونه کوي. موږ معتادینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ورکړې سره هغوی ته فرصت ورکوو چې د اعتیاد له پرېښودو وروسته له نویو مهارتونو سره ټولنې ته ستانه شي. دغه پروګرام به نه یوازې د هغوی شخصي ژوند بدل کړي بلکې پر ټولنه به هم مثبت اغېز ولري.»

همدارنګه، د علمي او څېړنیزو اړیکو د پياوړتیا په موخه، د علومو اکاډمۍ او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ هم په علمي برخه کې د همکاريو په موخه هوکړه لاسلیک شوه.

ورته مهال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له افغان ملي بانک، د افغانانو لپاره د هوسا ژوند په نوم موسسې او یوه کورني خصوصي بانک سره هم د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړې لاسلیک کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist