Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې پر نشه‌ يي توکو یو شمېر روږدي کسان له خپلو کورنيو ورک شوي

هرات کې پر نشه‌ يي توکو یو شمېر روږدي کسان له خپلو کورنيو ورک شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

په داسې حال کې چې هرات ولایت کې پر نشه ‌يي توکو یو شمېر روږدي کسان له خپلو کورنیو ورک دي او د کورنۍ غړي یې د لټون هڅه کوي، دغه کسان پر نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې ځانګړي ۴زره بستريز روغتون کې ساتل کېږي.

د دوی په منځ کې يو تن د جوزجان ولایت اوسېدونکی۷۶ کلن عبدالله دی.

هغه پوره ۴۵ کاله نشه ‌يي توکي کارولي او ۲۲ کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ ورک شوی او خپلوان يې له مړي او ژوندي خبر نه لري.

عبدالله له څه باندې دوو کالو راهيسې په هرات کې پر نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې دی، خو اوس یې روغتیايي حالت ښه دی او د خپلې کورنۍ په تمه ناست چې له روغتون يې کور ته یوسي.

عبدالله وايي: « زه هرات ولایت ته مسافر شوم او نږدې ۲۲ کاله کېږي چې همدلته هرات کې یم. یوځل ایران ته لاړم خو بېرته یې راوړم او دلته مې کوڅو او واټونو کې ژوند تېراوه. دوه کاله او یوه میاشت کېږي چې په دې روغتون کې بستر یم.»

له خپلو کورنیو یو شمېر نور ورک شوي کسان هم وایي، د نشه ‌يي توکو کارول له دې کبله ورته ګران پرېوتي چې له کلونو راهيسې یې د خپلې کورنۍ غړي نه دي ليدلي.

دوی زياتوي، د خپلو کورنيو د موندلو لپاره به تر نامالوم راتلونکي د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې انتظار وي.

له نشه يي توکو روغ شوی فضل احمد وايي: « له ایران رد مرز شوم او د وزګارتیا له امله مې نشه يي توکو ته مخه کړه. دلته د هرات ښار په پارکونو او زیارتونو کې مې شپې تېرولې. حکومت ونیولم او دلته یې راوستم. هېڅوک زما له ژوند خبر نه لري، ځکه کورنۍ مې ایران کې اوسېږي.»

د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې ساتل کېدونکی عبدالعزیز بیا وايي: « ما ډېر غمونه او ډېرې سختۍ وګاللې. کورنۍ، ټولنې او خپلوان رانه لرې شول او زه یوازې دلته روغتون کې اوسېږم.»

له دې سره، د هرات ځايي مسوولین وایي، د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې نږدې د ټولو ولايتونو داسې کسان شته چې د نشه ‌يي توکو له کارولو رغېدلي دي.

 دوی له هغو کورنیو غواړي چې د هرات ۴ زره بستریز روغتون ته مراجعه وکړي چې پر نشه ‌يي توکو روږدي کسان یې ورک شوي دي.

هرات کې د نشه ‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر حیات‌الله روحاني وايي: « له موږ سره دلته د ۳۴ ولایتونو کسان شته دي. دغو کسانو راته ویلي چې له ۱۵ تر ۲۰ کالو یې دلته تېر کړي. د کورنۍ له غړیو هېڅ خبر او آدرس نه لري.»

موده وړاندې د يادو رغېدلو کسانو په څېر يو شمېر نور کسان هم په هرات کې خپلو هغو کورنيو ته وسپارل شول چې له کلونو راهيسې ورک او کورنۍ یې ترې نا خبره وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist