Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د طبیعي پېښو کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ غوښتنه کړې

د طبیعي پېښو کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د تودوخې کچه بره تللې او له امله یې اوږدمهاله وچکالي او له بلې خوا په ځینو نورو سیمو کې د موسمي اورښتونو له امله د سېلابونو راوتل، د اقليمي بدلون ناوړه پايلې بلل کېږي چې ترډېره یې عام خلک درنه مالي او ځاني بيه پرې کوي.

دې ته پام سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طبیعي پېښو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت، له افغانستان د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې.

یوناما په دې اړه خپاره کړي بيان کې ویلي، په ټول افغانستان کې خلک د طبیعي پېښو او اقلیمي بدولون د ناوړه پايلو له ګواښونو سره مخ دي.

د یوناما د بیان په یوه برخه کې راغلي: « په ټول افغانستان کې خلک او ټولنې د طبیعي پېښو، چاپېریالي او اقلیمي بدلونونو له کبله، له درنو زیانونو سره مخامخ دي. موږ د بیا رغونې او استقامت لپاره د نړیوال ملاتړ د زیاتولو غوښتنه کوو.»

په ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې  د اقلیمي بدلون مشر روح الله امین وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو له امله سخت زیانمن شوی او د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړيوالو سازمانونو غواړي چې اقلیمي مسایل له سیاست سره غوټه نه کړي او له دې پرته دې له افغانستان سره په مالي او تخنیکي برخه کې همکاري وکړي.

امین زیاتوي: « له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو چې کولی شي له مالي او تخنیکي پلوه زیانمنونکو هېوادونو سره همکاري وکړي، زموږ غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره له سیاسي ملاحظاتو پرته مالي او تخنیکي مرستې وکړي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې اړوند ناستو کې د افغانستان استازی ور وغواړي او ځنډول شوې پروژې بېرته پيل کړي.» 

د چاپېریال ساتنې او اقلیمي چارو شنونکي د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله رامنځته شویو زيانونو ته په کتو، په راتلونکي کې له دې پلوه د افغانستان د لا زيانمنېدو اټکل کوي.

دوی غوښتنه کوي چې نړيوال دې د اقليمي بدلون ناوړه پايلو د اغېز کمولو پر وړاندې خپل مکلفيت ته په پام، له افغانستان سره مرستې زياتې کړي.

د اقلیمي چارو کارپوه سید محمد سلیم سلېمانخېل وايي: « ملګري ملتونه او اړوند ادارې باید له افغانستان سره د اقلیمي بدلونونو په تړاو مالي او تخنیکي مرستې وکړي ترڅو موږ وکولی شو د اقلیمي بدلونونو له امله اوړېدونکو زیانونو کچه کمه او د خلکو لاسنیوی وکړو.»

د اکټوبر ۱۳ مه د ملګرو ملتونو له خوا د طبیعي پېښو د اغېزو کمولو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې. د سرپرست حکومت چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې د ګلخانه يي ګازونو توليد او خپرول د نړیوالو او بشري قوانینو خلاف کار دی او له صنعتي هېوادونو يې غوښتي چې د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو له ځپل شویو هېوادونو سره دې مرستې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist