Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: ښايي د پښتنو قامي جرګې پرېکړې د پاکستان له منفي ځواب سره مخ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي په خیبرپښتونخواه کې د پښتنو قامي جرګې ترسره کېدل، د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره لویه لاسته راړونه بللې.

زلمي خلیلزاد د پاکستان حکومت له مخالفتونو سربېره په دومره لویه کچه د جرګې رابلل چې په کې د پښتنو پر لویو بنسټیزو حقونو بحث او د دغو حقونو ترلاسه کولو لپاره پرېکړې وشوې، هېښوونکی او د پام وړ ګام بللی.

خلیلزاد په یوځای د قومي مخورو، سیاسي او ټولنیزو مشرانو سربېره د لسګونه زره پښتنو راټولېدل د پاکستان حکومت څخه د خپلو تروړل شویو حقونو د اعادې غوښتنه بللې.

هغه زیاته کړې: « د پاکستان حکومت له مخالفتونو سربېره د ورته پراخې ناستې جوړول د پام وړ او هېښوونکی ګام دی. دې جرګې په پاکستان کې طبیعي سیمه ‌ییزو سرچینو ته د لاسرسي، عصري کولو او د ترهګرو ډلو د پټنځایونو له منځه ‌وړلو په څېر د پښتنو بنسټیزو حقونو د ترلاسي لپاره حیاتي پرېکړې کړې.»

خلیلزاد په بریالي ډول د جرګې تنظیمولو او پای ته رسېدو وروسته، د پښتنو له خوا د پاکستان پر حکومت د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره فشار راوړل هم مهم بللي او په خبره یې، ښايي د مقابل لوري له خوا له منفي ځواب سره مخ شي. که څه هم نوموړي په دې اړه ارزونه له وخت وړاندې قضاوت بللی.

د سیاسي چارو شونکي هم ورته جرګې د پښتنو دودیز کلتور او د مسایلو او ستونزو د حل په موخه یوه بریالۍ نسخه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « جرګې او لویې جرګې د افغانستان په تاریخ کې یو منل شوی اصل او یوه ډېره بریالۍ نسخه ده. موږ په تېرو څو لسیزو کې تل له جرګو ملاتړ کړی او ادامه ورکوو. جرګه د ستونزو د حل هغه مرجع ده چې ډېر پېچلي مسایل حل کولی شي.»

ځېنې نور بیا د پاکستاني حکومت له لوري د جرګې د ناکامولو لپاره پورته شوي ګامونه هغه لویه ننګونه ګڼي چې په وینا یې د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي.ټي.اېم) ترې بریالی راووت.

دوی د جرګې له ترسره کېدو وروسته دا د نړۍ مسوولیت ګڼي چې له پښتنو سره د کړو پرېکړو په تحقق کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په اند، د جرګې پرېکړو ته عملي جامې اغوستل د جرګې له جوړولو هم ډېر ستونزمن کار دی. که د جرګې پرېکړې نه عملي کېږي، ملامتي یوازې د پښتونخوا مشرانو ته نه راجع کېږي، بلکې په ټولنې نړۍ پورې اړه لري. باید نړیواله ټولنه، نړیوال سازمانونه او د سیمې هېوادونه هم برخه واخلي، ترڅو د جرګې پرېکړې عملي او حق حقدار ته وسپارل شي.»

د پښتنو قامي تاریخي جرګې څخه، افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ملاتړ داسې مهال دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې دا غاړه په افغانستان کې هم د افغانستان د پخواني ولسمشر په ګډون ګڼو پخوانیو چارواکو له دې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist