په کندهار کې د انارو فصل له رسېدو سره سم، نورو هېوادونو ته د دغې مېوې صادرات هم پیل شوي، خو د انارو بڼوال شکایت هم لري او وايي، د پاکستان له خوا پر افغان تازه مېوو لګول شوې تعرفه لوړه شوې او له امله یې رسېدلي انار په باغونو کې پاتې دي.
دوی زیاتوی، د پاکستان لوړې تعرفې د انارو پر صادراتو منفي اغیز کړی.
بڼوال زیاتوي، سږ کال د انارو حاصلات د نورو کالونو پرتله ښه دي، خو په صادراتو کې د شته ستونزو او بازار نه لرلو له امله، باغونه له انارو ډک ولاړ دي.
د انارو بڼوال ملا بهاوالدین وايي: «زه ۱۴ تنه کارګران لرم، خپله او د کورنۍ غړي مې هم راسره بوخت دي. زه نه غواړم انار مې پاکستانه واستوم؛ ځکه په دې لوړې تعرفې ماته زموږ کړي مصارف او د کارګرانو اجوره هم نه پوره کوي. په یوه ټوکرۍ انارو ۱ زر ۸۰۰ ټکس راځي او بیا پر ۲ زره خرڅېږي.»
بڼوال ولي محمد هم ورته شکایت لري او وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې له پاکستان سره خبرې وکړي، دا د یوې ورځې او یوه کال خبره نه ده. پاکستان هر کال زموږ د فصل رسېدو پرمهال ستونزې جوړوي.»
ورته مهال، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین هم د بڼوالو خبره تاییدوي او وايي، د تلې (میزان) میاشتې له پيل راهیسې د انارو صادرات پیل شوي خو د پاکستان د لوړې تعرفې له امله په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغلی.
د دغې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۳۸۰۰ ټنه انار صادر شوي حال دا چې تېر کلونه دغه کچه څو برابره لوړه وه.
هغه زیاتوي: « تېر کال موږ له ۸۰ تر ۹۰ زره ټنو انار صادر کړي، خو سږ کال کم صادر شوي؛ یو علت یې دا دی چې د پاکستان له خوا ټکس لوړ شوی او له امله یې په صادراتو کې ۸۰ سلنه کمښت راغلی. دا کار سبب شو چې باغونه په انارو ډک پاتې شي او پېرودونکي یې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.»
د انارو یو تن سوداګر سعدالله خان په دې اړه وايي: «پاکستان ټکس لوړ کړی او چې موږ هر څومره ښه او لوړ کیفیت انار یوسو، خپل لګښت نه شي پوره کولی. ما شپږ کانټینره انار پاکستان ته بار کړل، خو نه یوازې ګټه مې ونه کړې بلکې تاوان هم راغی.»
د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خونې د شمېر له مخې، تېرکال له کندهاره شاوخوا ۹۰ زره ټنه انار صادر شوي چې ډېره برخه یې پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي.
دوی خبرداری ورکوي، که د پاکستان له خوا د لګول شوي لوړې تعرفې ستونزه حل نه شي، روان کال به کروندګر، باغ لرونکي او سوداګر لوی زیانونه وویني.