Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: ټول افغانان د هېواد په سیاست او اقتصاد کې برابر حق لري

ستانکزی: ټول افغانان د هېواد په سیاست او اقتصاد کې برابر حق لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/14

په داسې حال کې چې د سيمې هېوادونو په ګډون، نړیوالې ټولنې له اسلامي امارت سره تعامل بشري حقونو ته پر درناوي او د افغان ټولنې له ټولو اقشارو په شمول تشکيل شوي حکومت پورې مشروط کړی، تازه د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین هم په سياست او اقتصاد کې د ټولو افغانانو پر برابرې ونډې لرلو ټينګار کړی.

شېر محمد عباس ستانکزی وايي، هر افغان له هېڅ راز تبعیض پرته د هېواد په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د فعال حضور حق لري او په خبره یې له دې حقه یې هېڅوک نه شي بې برخې کولی.

ستانکزی زیاتوي:«  دا هېواد زموږ  د ټولو دی. هر هغه کس چې د افغانستان پېژندپاڼه او تابعیت ولري، په ټولو دولتي چارو کې د ګډون مساوي حق لري. هر افغان حق لري چې د دې هېواد په سیاسیت، اقتصاد او امنیت کې فعاله ونډه ولري.» 

ستانکزي یو ځل بیا په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د دغو هېوادونو د پولیسو او اړوند چاواکو پر ناوړه چلن توندې نیوکې کړې دي.

نوموړی په پاکستان او ایران کې روان امنیتي وضعیت ته په اشارې له یادو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو امنیت او ژوند خوندي کړي.

هغه په دې اړه وايي: « کله چې کارګره طبقه د دوی لپاره کار کوي، خپله یې ګټي او خوري یې، که احسان یې نه مني، نو په دومره کچه بده رویه خو مه ورسره کوئ لکه نن چې ایران کې روانه ده. موږ په دې باندې ډېر دردمن یو. که زموږ هر افغان – ښځینه وي که نارینه چې د ایراني امنیتي ځواکونو او عوامو له خوا ځورول کېږي، موږ پرې خفه کېږو او د ایران له حکومت جدا ًغوښتنه کوو چې دا ناوړه چلن بند کړي.»

ستانکزي په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره د کوربه ګاونډیانو چلن د ګاونډيتوب او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی او له هغوی غوښتي چې پر دغو اصولو دې پښې نه ږدي.

د دې ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزارت ستانکزي له ایران غوښتنه کړې چې افغان کډوالو ته د وېزو ورکولو په برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو سره، ایران ته د افغانانو د غیرقانوني ورتلو مخنیوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاس مرستیال په دې اړه وايي: « له ایران یوه بله غوښتنه هم لرو؛ هغه دا چې په دې ورځو کې زموږ مهاجرین هلته په سخت وضعیت کې دي. تاسو هره ورځ له رسنیو اوری او وینی چې یو شمېر ایراني رسنۍ او سیاسیون عام خلک د افغانانو پر وړاندې لمسوي او هڅه کوي په بېلابېلو بهانو افغان مهاجرینو ته ستونزې جوړې کړي. د ایران له حکومت او مشرتابه هیله لرو چې د افغان کډوالو په اړه له ترحم کار واخلي، له اسلامي شفقت او ورورولۍ کار واخلي او د ګاونډیتوب اصول مراعات کړي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر‌محمد عباس ستانکزي د دې ترڅنګ د پاکستان له خوا افغان سوداګرو ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وخت د ستونزو جوړول د افغانستان ترڅنګ د پاکستان پر زیان هم بللي او له دغه هېواد یې د ټرانزیټ په برخه کې لاسلیک شویو معاهدو ته د ژمنتوب غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist