Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای همکاریو سازمان کېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون لا نه دی تایید شوی

د شانګهای همکاریو سازمان کېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون لا نه دی تایید شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/14

ټاکل شوې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۵مه د شانګهای همکاريو سازمان د ۲۳مې ناستې کوربه ‌توب وکړي او د سيمې له حالاتو سربېره د افغانستان پر وضعيت هم بحث وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  په دې ناسته کې د چین، روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجیکستان او ازبېکستان د حکومت مشرتابه تر کچې استازي ګډون کوي، خو تر اوسه د افغان استازي ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د شانګهای همکاريو سازمان د غړيو هېوادونو د حکومتونو مشرانو دا ناسته به تر دوو ورځو دوام ولري.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په اسلام آباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غړيو هېوادونو د حکومتي مشرانو په دوه ورځنۍ ناسته کې به د روسیې او چین او د ولسمشر مرستیال په ګډون اووه لومړي وزيران ګډون وکړي. د غړو هېوادونو استازیتوب به د چین، روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغيزستان، تاجیکستان او ازبېکستان لومړي وزيران او همدارنګه د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند د بهرنیو چارو وزیر وکړي.»

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،  په دې ناسته کې به له اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او د غړیو هېواودونو ترمنځ د همکاریو پر پراختيا بحث او خبرې وشي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په ناسته کې به د اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېریال ساتنې او ټولنیزو– کلتوري اړیکو په برخو کې د روانو همکاریو په اړه بحث او د سازمان فعالیت ته بیا کتنه وشي. مشران به د شانګهای همکاريو سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکاريو زياتولو لپاره مهمې پرېکړې وکړي او دې سازمان ته به بوديجه هم تصويب کړي.»

د دې ناستې په څنډه کې چې مشري به يې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف کوي، د یو شمېر هېوادونو له استازو سره حاشيوي بحثونه هم وشي.

خو د سرپرست حکومت مسوولین بیا وایي، د دې سازمان له غړیو هېوادونو سره دوه اړخیزې رغنده اړیکې لري او په خبره یې په داسې غونډو کې د ګډون لپاره د همغږۍ په هڅه کې دي او د پرمختګونو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر حیثیت لري او اسلامي امارت له غړیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو مکانیزمونو له لارې رغنده اړیکې لري. په دې اړه زموږ تماسونه جریان لري او تمه ده چې راتلونکي کې پرمختګونه وشي.»

د سیاسي چارو شنونکو په اند،  افغانستان د خپل موقعيت له مخې په سيمه کې د مرکزي نقطې حيثيت لري او دې ته په پام د شانګهای همکاريو سازمان هغه فعاليتونه اغېزناک تمامېدای شي چې افغانستان ته په کې شموليت ورکړل شوی وي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « چین هڅه کوي پاکستان د خپل عنعنوي بادار له غلامۍ را وباسي او د شانګهای سازمان په غړیتوب سره یوه خپلواک سیاست ته وبولي. خو پاکستان لاهم د امریکا او انګرېزانو په غوښتنه د افغانستان په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره دوښمني پالي.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دوی باید په پام کې ولري چې له سیاسي او اقتصادي پلوه خپلواک افغانستان د دوی پر ګټه دی؛ که افغانستان آرام وي، دوی به هم آرامه وي. باید شته تقابل د خبرو له لارې حل شي او نه باید د پردې شاته زموږ د ملي ګټو پر وړاندې دسیسې جوړې کړي.»

د شانګهای همکاريو سازمان د یورو ایشیا سیاسي، اقتصادي او امنیتي اتحاد دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغيزستان، تاجیکستان او ازبېکستان هېوادونو له خوا تاسیس شو.

دا سازمان هغه مهال لا پسې پراخ شو چې هند، پاکستان او ایران د بشپړغړیتوب لرونکو او افغانستان، بېلاروس او منګولیا د څارونکو هېوادونو په توګه د دې فارمټ په ډيالوګ کې شريک شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist