Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خیبر قامې جرګې مشران د پښتنو پر خاوره روانه جګړه د پردیو دسیسه بولي

د خیبر قامې جرګې مشران د پښتنو پر خاوره روانه جګړه د پردیو دسیسه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/14

د خيبر درې په رېګي للمه سیمه کې د پښتنو قامي جرګه د شنبې ورځ په مازدېګر پيل شوه او د رهبرۍ غړي يې وايي، له څه باندې دوو لسیزو راهیسې له پښتنو سره د پاکستان پوځ او حکومت د ظلم، بې عدالتۍ او ناوړه چلن په پايله کې زرګونه پښتنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز يې له میلیونونه نورو د ژوند بنسټیز حقونه اخيستي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري جرګې ته په وړاندې شوي مستند فلم کې ښودل شوي، د پوځ او حکومت د بې‌عدالتيو په پايله کې د زرګونه پښتنو له وژل کېدو سربېره، د دوی زرګونه اقتصادي او تعليمي بنسټونه هم نړول شوي دي.

د دغه مستند فلم په یوه برخه کې راغلي: « یوازې په تېرو ۲۰ کالو کې له ۷۶ زره ۵۸۴ زیات پښتانه وژل شوي، له  ۷زره او ۳۸۱ تنو پښتنو مشرانو سرونه پرې شوي،۱۱تنه د یوې کورنۍ غړي حلال شوي، له ۴ زره ۱۰۰ تنو زیات پښتانه په کورمه کې د پاکستاني ادارو په شیعه او سني جوړو شویو جګړو کې وژل شوي، ۷ زره نور پښتانه وګړي تري تم دي، ۷ زره ۵۳۸ تنه پښتانه د پوځ په خښو کړل شویو ماینونو معلول شوي،۲۷ زره ښځې کونډې شوې او ۲۱۳ واکسیناتورانې وژل شوي دي. همدارنګه د پښتنو په سیمو کې ۹ زره ۲۳۷لویې چاودنې شوې چې له ډلې یې ۷ چاودنې پر ماشومانو او۲۰۰ پر جوماتونو شوې دي چې له امله یې ۵ زره او ۷۰کورنیو خپلې مېنې پرې اېښې دي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پښتنو په سیمو کې جګړه تپل شوې بولي او وايي، د دې جګړې له امله زرګونه پښتانه قرباني شوي.

پښتین ویلي، د پښتنو پر سیمو د پردیو له یرغل سره چې له ۱۸ میلادي پېړۍ راهیسې پیل شوی، دا خاوره د جګړې په ډګر بدله شوې.

پښتین په دې اړه وايي:« څوک ورته په یو او څوک به بل نظر ګوري، خو له نن ۲۰۶ کاله مخکې په ۱۸۱۸ زیږدیزکال د رنجیت سېنګ پوځونو د پښتنو پر سلطنت برید وکړ او دا خاوره یې تر جبر لاندې کړه.»

پښتین همداراز ویلي، پښتنو د چا پرهېواد او خاوره تېری نه دی کړی، خو برعکس نورو هېوادونو او زبرځواکونو د پښتنو خاوره نیولې او د خپلو اهدافو د تعقيب لپاره يې د جګړې ميدان ګرځولې.

پښتین زیاتوي: « اې زما د سیاسي ګوندونو مشرانو! زما خوېندو او وروڼو، زما یوه خبره واورئ، ترهګر هغه وي چې د بل په کور ورننوځي، د بل مال ولوټي او د بل انسانان ووژني. ټوله نړۍ دې دا ثابته کړي چې پښتون افغان د چا په کور ورننوتی، خو برعکس د نړۍ زبرځواکونه راځي او زموږ په کورونو راننوځي؛ موږ د چا وسایل نه دي لوټي، خو د نړۍ طاقتونه راغلل او زموږ هرڅه یې ولوټل؛ موږ د چا سړي نه دي وژلي، موږ بل قوم ته نه یو داخل شوي، خو نور راځي او زموږ خلک وژني.»

د پښتنو په قامي جرګه کې ځيني نور ګډونوال وايي، د دې جرګې پرېکړې قاطع دي او ژمنه شوې چې د عملي کولو لپاره به يې ټول سره متحد وي.

د عوامي ملي ګوند مشرمیا افتخارحسین وايي:« پښتنو تر اوسه د جرګې اجازه له چا نه ده اخیستې، آيا موږ به د خپلې جرګې اجازه له تاسو غواړو؟ زما په ژبه د پاکستان نور قومونه نه پوهېږي، په هغوی کې اصلا ً جرګه نه شته. موږ به لومړی دوی ته سبق ښیو، بیا به اجازه غواړو.»

د پښتنو قامي جرګه چې د اکټوبر پر ۱۲ مه پیل شوې، په کې د مختلفو ګوندونو استازو او قومي مشرانو ترڅنګ زره عامو خلکو، سپین ږېرو، ځوانانو او ښځو برخه اخیستې.

دغه جرګه  شاوخوا ۸۰ کمېټې لري چې ۶۰ یې د ولسوالیو او پاتې یې د اتحادیو او ټولنو په استازیتوب په بحثونو کې برخه اخیستې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist