Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو دوام له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

امریکا یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له درې کاله پوره کېدو سره هم مهاله، امریکا یوځل بیا  افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، واشنګټن د هغو نجونو ملاتړ کوي چې د زده کړو او بنسټیزو آزادیو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

کرن ډېکر ټینګار کوي، افغان ښځینه زده کوونکې حق لري چې زده ‌کړې او وده وکړي، کاري او د پرمختګ فرصتونو ته لاسرسی ولري.

هغه په دې اړه وايي: « متحده ایالت له هغو افغان نجونو ملاتړ کوي چې د زده کړو او نورو بنسټیزو آزادیو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. دا ځکه چې هره افغانه نجلۍ د زده کړو، ودې، کار او پرمختګ د فرصتونو مستحقه ده. د افغانستان راتلونکی د دوی له ونډې پرته نه شي تامین کېدای.»

په ورته مهال، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سرپرست حکومت غوښتي چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

کررزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل کولی شي افغانستان د نورو له احتیاجه خلاص کړي.

هغه زیاته کړې: « له ټولنیز ژوندانه او تعلیم د نجونو محرومېدل نه جبرانیدونکي زیانونه لري.  پر موږ هم لازمه ده چې د خپل ګران هېواد د خیر او فلاح لپاره د نجونو د تعلیم او هراړخیزې ودې لپاره کامله هڅه او کوښښ وکړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له نړۍ سره د بېرته نږدې کېدو یوازینۍ لاره د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو بېرته پرانېستل دي.

د دوی په خبره، که سرپرست حکومت د نړیوالو پلمې ختمول غواړي،نو  باید د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي:« د نن ورځې نجونې باید حتمن ښوونځيو ته لاړې شي او لوړې زده کړې ولري. له همدې امله، که اسلامي امارت غواړي راتلونکي کې یو آباد او خپلواک افغانستان ولرو، د نجونو او هلکانو تعلیم او تحصیل ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.»

سره له دې چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې یې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی او د نجونو پر زده کړو لګولي محدودیتونه یې لنډ مهاله بللي.

ځیني نور کارپوهان بیا وایي،  که فرصت ورته برابر شي، نجونې هم د هېواد په پرمختګ کې برخه لرلی شي.

دغه راز دوی له اسلامي امارت غواړي چې له نجونو څخه د زده کړو فرصت وا نه خلي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په اند اوس هغه وخت را رسېدلی چې اسلامي امارت د امرثاني ژمنه پوره کړي؛ ترڅو وکولی شو په کوردننه دغه اختلاف ته د پای ټکی کېږدو.»

دا په داسې حال کې ده چې  وړمه ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)  مشرې روزا اوتنبایوا هم د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت ته په اشارې وویل، دا ورځ په ډېر خفګان سره لمانځي؛ ځکه چې د هغې په خبره، ۱ زر ۱۲۰ ورځې کېږي چې واکمنو تر ۱۲ کالو پورته عمر لرونکې نجونې له زده کړو منع کړې دي.

د نوموړې په خبره، درې کاله کېږي چې فرصتونه له لاسه وځي او په دې لړ کې نه یوازې میلیونونه نجونې شاملې دي بلکې ټولو کورنیو او په ټولیزه توګه افغانستان فرصتونه له لاسه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist