Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې تېزو بادونو او توپان خلکو ته مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تېز باد او توپان له امله ګڼ شمېر استوګنیز کورونه زیانمن یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي، د توپان له امله په دې ولسوالۍ کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « زموږ کورونه توپان ونړول او اوس بې کوره یو. تر اوسه چا د کورونو جوړولو لپاره مرسته نه ده کړې.»

د همدې سیمې یو شمېر نور زیانمن شوي هم د توپان له امله د پراخو مالي زیانونو خبره کوي.

د دوی په خبره، د سرپناه او خوړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه ورسره پر وخت او بېړنۍ مرستې وکړي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی په دې اړه وايي: «هر څه ته اړتیا لرو، خو تر ټولو عاجل د سرپناه او کورونو ستونزه ده.»

د سیمې یو تن بل اوسېدونکی هم ورته خبرې کوي او وايي: « توپان هرڅه له منځه وړي، زراعت او باغونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او د کورونو حالت داسې دی لکه بمبار چې پرې شوی وي.»

په ورته مهال، ځایي چارواکي وایي، د یادې طبیعي پېښې له امله یې زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې خو هڅه کوي چې زیانمنو خلکو ته د بېلابېلو موسسو له لارې هم مرستې ورسوي.

 د پکتیا طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس نثار احمد نجات وايي: « موږ سیمې ته رسېدنه کړې او خلکو ته مو ځینې خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي. د بېلابېلو موسسو له خوا ټیمونه جوړ شول او سروې ترسره شوه. په لنډ وخت کې به خلکو ته د نورو مرستو وېش هم پیل شي.»

د خلکو او چارواکو د مالوماتو له مخې، دغه توپان د خلکو او څارويو د ژوبلولو ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه اړولي او شاوخوا ۳۰ کورونه یې ویجاړکړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist