Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کوچنیو کاروبارونو لرونکي له اسلامي امارت د ملاتړغوښتنه کوي

د کوچنیو کاروبارونو لرونکي له اسلامي امارت د ملاتړغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

د تشبث ښوونیزې او روزنیزې موسسې په هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو د پرمختګ او پر وړاندې شته خنډونو لرې کولو په موخه د اقتصادي پیاړتیا په نوم ملي کنفرانس جوړ کړی.

د دغې موسسې چارواکي غوښتنه کوي چې خلک او حکومت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي ترڅو د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی شي.

همدارنګه، د کوچنیو تشبثاتو او کاروبار لرونکي وايي، حکومت یې باید هغه ستونزې هوارې کړي چې دوی یې  د ټرانسپورټ، ځای او د برېښنا انرژۍ په برخه کې لري.

د ننګرهار د متشبثینو استازی نصرالله خادم وايي: « زموږ غوښتنه ده چې د وارداتي توکو پر ځای کورنیو تولیداتو ته ترجېح ورکړل شي. په دې سره سره به متشبیثین په خپلو پښو ودرېږي او د هېواد اقتصاد به ورسره پیاوړی شي. باید له کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وشي، مالیات پرې کم شي، دولتي او نادولتي ادارې ترې ملاتړ وکړي.»

همدا راز، دوی پر کوچنیو سوداګریو د مالیاتو کمولو غوښتنه هم کوي او په خبره یې، له دې سره به د دوی ملاتړ وشي او تشبث به یې پرمختګ وکړي.

د بامیانو متشبثینو استازی همایون نوري وايي: «باید پر داخلي تولیداتو مالیات کم شي ترڅو په کور دننه د تولیداتو ودې ته زمینه برابره شي.»

ښځینه متشبثینې په مالي برخو کې د ستونزو لرلو خبره کوي او وايي، هغه ډول چې اړتیا ده ملاتړ یې نه دی شوی.

دوی له مالي ملاتړ سربېره په بهرنیو نندارتونونو کې د ګډون غوښتنه هم کوي او وايي، له دې سره به د دوی تولیدات لا رونق پیدا کړي.

متشبثه هیله مایار وردګ وايي: « زموږ ډېری متشبثانې له مالي ستونزو سره مخامخ دي، لومړی باید زموږ مالي ستونزې هوارې شي. غوښتنه کوو چې په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه راته برابره شي؛ له دولتي او نا دولتي ادارو غواړو چې زموږ محصولات سپانسر کړي.»

سرپرست حکومت د کوچنیو متشبثینو د ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، هڅه کېږي چې کوچیني تشبثات لاپسې پیاوړي او پراخ شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، د کوچنیو تشبثاتو د پراختیا او ودې په موخه له ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو او موسسو سره هوکړې لاسلیک شوې او د نورو حکومتي ادارو سره په همغږۍ به د کوچینو تشبثاتو ملاتړ وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کوچنیو تشبثاتو د پراختیا آمر سید آغا دشتي وايي:« د سوداګرۍ او صنعت وزارت له ګڼو تشبثاتو سره د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه له کورنیو او بهرنیو انجیوګانو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي. موږ له نورو دولتي ادارو سره په ګډه هڅه کوو چې کوچني او منځني تشبثات د اسانتیاوو برابرولو له لارې پياوړي کړو.»

کوچني تشبثات د خلکو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي او دغه راز د مسلکي او فني کادرونو په روزنه او د سترو صنایعو په وده کې مرسته کوي، هغه هېوادونه چې کوچني تشبثات یې زیات او ځواکمن دي، سترو صنایعو یې هم پرمختګ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist