Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي

د تورخم لارې تړل کېدل؛ افغان سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/06

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له هر حکومت سره د خصمانه سیاست پاللو ترڅنګ هڅه کړې چې په سوداګریزه برخه کې هم اړیکې کرکیچنې او یوازې د خپلې خوا ګټې په پام کې ونیسي.

کابو دوه میاشتې کیږي چې پاکستان د افغان سوداګریزو توکو پرمخ د تورخم لار تړلې چې له امله یې افغان سوداګرو او د لویو بار وړونکو موټرو خاوندانو ته مالي زیانونه اوښتي.

افغان سوداګر د تورخم دروازې له تړل کېدو اندېښمن دي او وایي، د دې ټرانزیټي لارې په تړل کېدو سره دوی ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.

 دوی له سرپرست حکومت د لارې خلاصېدل یا د بدیلو لار لټول غواړي.

پانګوال او اقتصادي کارپوه صادق حمیدزوی وايي: « که څه هم د تورخم دروازې له تړل کېدو سره زموږ سوداګر او بزګران له ډېرو مالي زیانونو سره مخامخ شوي او پاکستان دغه کار یو غیر منصفانه عمل دی، خو افغان سوداګر باید تل یوه بدیل لاره هم ولري. موږ باید د خپلو سبزیجاتو او تازه مېوو لپاره سړې خونې ولرو، ترڅو د لارو بندېدو پرمهال یې وساتلی شو. افغان پانګوال باید په دې اړه فکر وکړي ترڅو په راتلونکي کې له دې ډول ستونزو او زیانونو ځانونه وژغوري.»

همدارنګه، د سوداګرۍ خونې مسوولین هم ورته خبره کوي او وایي، روان کال له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی چې ورسره افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر خانجان الکوزی وايي: « دا ټول خدمات وو، د کال دوه میلیارد ډالره موږ دوی ته خدمات، انتقالات او ټرانسپورټ ورکول، خو اوس ټول له منځه لاړل. دا هم د پاکستان او هم د افغانستان د اقتصاد لپاره لوی زیان دی. په دې وروستیو کې د پاکستان د خبرو اترو دروازې تړلې دي او په دې سره زموږ تجارت تر ۶۰ سلنو پورې راکم شوی دی.»

الکوزي په خبره، پاکستان تل هڅه کړې له افغانستان سره په سوداګریزه برخه ستونزې جوړې او وخت ناوخت په بېلا بېلو بهانو دغه هېواد ته د افغاني صادراتو مخه ونیسي.

 

هغه په دې اړه وايي:« پاکستاني لوری هرکله بهانې جوړوي. دوی نه یوازې تجارتي لارې تړي بلکې د تجارت پر وړاندې ادارې ستونزې هم را پیدا کوي. داسې ستونزې چې له ډبلیو.ټي.او او نړیوالو سوداګریزو قوانینو سره ټکر لري.»

سوداګر غوښتنه کوي چې افغانستان باید د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته د خپلو صادارتو لېږد لپاره بدیلې لارې پیدا کړي او په خبره یې تر ټولو غوره لاره هوایي دهلېزونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist