Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټيټیوټ: اسلامي امارت لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

دامریکا سولې انسټېټيوټ د امربالمعروف قانون یو شمېر برخې د اسلامي اصولو برخه نه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/05

د امریکا سولې انسټېټيوټ په یوه تازه راپور کې ویلي،  د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو نوی قانون به سرپرست حکومت ته نور واک هم ورکړي، چې بشري حقونو لا محدود کړي.

په راپور کې راغلي، د روان کال جولای پر ۳۱مه د دغه قانون له توشېح وروسته د ښځو لپاره د بشري حقونو په برخه کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې.

د راپور په یوه برخه کې د ښځو پر غږ بندیز او مخ پټول د اسلامي شريعت برخه نه دي یاد شوي.

د راپور یوه برخه:«د قران کریم د ۱۲مې سپارې په ۶۰ ایات او د لومړۍ سپارې په ۵۸ ایات کې د پیغمبر (ص) خبرې له ښځو سره او همدارنګه د حضرت عایشې (رض) غږ چې د نبي کريم (ص) مېرمن ده، ثابتوي چې د ښځو غږ هېڅکله نه دی چوپ شوی او د دې قانون له پلې کولو سره به د طالبانو پر وړاندې مقاومتونه پیاوړې او د حکومت پر وړاندې به يې ګواښونه زیات شي.»

د امریکا سولې انسټېټيوټ په راپور کې د امربالمعروف قانون په تطبیق کې د سرپرست حکومت د خپلمنځي اختلافاتو ادعا شوې او پر یو شمېر مسایلو کې د حکومتي چارواکو د نظرونو اختلاف د حکومت راتلونکي ته جدي خطرونه بلل شوي دي.

د سرپرست حکومت چارواکي که څه په دې اړه زموږ اړيکو ته ځواب ورنه کړ، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې دریځ پر حقایقو ولاړ نه دی او همداراز دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې د امربالمعروف قانون په اړه دې نړۍ ته وضاحت ورکړي.

 د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« افغانستان کې د بشري حقونو په څانګه کې نړیوال صادقه او ژمن نه دي. دوی همېشه خبرې کوي، نیوکې کوي، د خپلو اهدافو لپاره، خو عملي اقدام چې همکاري وکړي او راشي مرسته وکړي او واقعا دا پدیده که چېرې دلته مشکل وي، هغه رفع کړي، هغې کې عملي ګام نه پورته کوي. بلخوا د امربالمعروف قانون هم ځېنې شکونه نه یوازې د امریکا سولې انسټېټیوټ ته بلکې ټولې نړۍ ته یې جوړې کړي دي. نو د اسلامي امارت چارواکو ته پکار ده، چې دوی راشي او په دې اړه وضاحت ورکړي. »

ځېنې نور بیا د ډيالوګ له لارې له سرپرست حکومت سره د ستونزو حل معقول بولي او زياتوي، چې د خبرو اترو په پايله کې دواړه اړخونه د اختلاف وړ مواردو په اړه د نظر يووالي ته رسېدلی شي.

د امریکا سولې انسټېټيوټ همداراز ویلي، د سعودي عربستان په ګډون ټولو اسلامي هېوادونو د دغه قانون پر تطبیق پر وړاندې مخالفت څرګند کړی او اندېښنه یې ښودلې، چې د دې قانون له پلې کولو سره به سرپرست حکومت پر نړیواله سطحه نور هم منزوي شی.

د دې انسټیټوټ له لوري خپور شوی راپور د دوو افغانانو پلوشې کاکړ، چې په یاد انسټیټوټ کې څېړونکې ده او محمد طارق عثمان له لوري، چې د مخکېني حکومت پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال پاتې شوی چمتوو شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist