له تېرو درېیو کلونو راهیسې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه او بد چلن راپورونه خپرېږي، چې په کور دننه او بهر غبرګونونه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.اېم) په خپل تازه راپور کې ویلي، تېره میاشت له ایران۲۳۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د راستنو شویو افغانانو له ډلې ۴۳ سنله هغه يې د ايراني ځواکونو له لوري پر زور او جبره اخراج او افغانستان ته را شړل شوي.
د راپور یوه برخه: « په تېره یوه مېشت کې ۲۳۰زره افغان کډوال له ایران افغانستان ته لېږل شوي. له ستنو شویو کډوالو شاخوا نیمايي هغه يې په خپله خوښه او ۴۳ سلنه نور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا پر زور افغانستان ته ایستل شوي دي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د روان کال په می کې افغانستان ته ستانه شوي وو، چې شمېر ۹۱زره کسانو ته رسېده.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلن د منلو وړ نه دی او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي او ترې ودې پوښتل شي، چې ولې له افغان کډوالو سره دغلته ناوړه چلن دوام لري؟
دوی زیاتوي، چې په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان حساسيت له امله دغلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي او زیاتوي، ایران له دې لارې هڅه کوي، چې پر سرپرست حکومت خپلې غوښتې ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې د ایران کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي وو، چې هېواد یې نور د افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري او د دغسې کسانو ایستل یې لومړېتوب دی او دوه میلیونه افغانان به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له ايران وباسي.