واک ته د اسلامي امارت له بیا راتګ راهیسې زرګونه ځوانان په بېلابېلو لارو له هېواد څخه ووتل او دا لړۍ لاهم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر لږ کسان په قانوني لارو نورو هېوادونو ته ځي، مګر غیرقانوني یا قاچاقي لارې او د جعلي اسنادو جوړول هغه دوه انتخابونه دي چې د ګڼو افغان ځوانانو ژوند او راتلونکی له خطر سره مخامخوي.
شمشاد ته داسې اسناد رسېدلي چې ښيي د هېواد شمال کې یوې ښځې بهر ته د وتلو لپاره د بلخ پرامنیتي منسوبینو تور پورې کړی چې پنځه څلوېښت ورځې زندان کې یې په فزیکي او جنسي توګه شکنجه کړې ده.
د مرسل (مستعار نوم) په نوم دغه ښځه وايي: « څلوېښت پنځه څلوېښت ورځې بندي وم، وهل شوې او جنسي تېری راباندې شوی. زه یې څو ځله ووهلم او بیا یې بیا بیا راباندې جنسي تېری وکړ.»
۳۳ کلنه مرسل اعتراف کوي چې په وټساپ ګروپ کې له بهر څخه د ځينو کسانو له خوا د حکومت ضد تبلیغاتواو لاریونونو ته هڅول کېدې او په خبره یې اوس په خپلو کړنو پښېمانه ده.
مرسل زیاتوي: « نه پوهېږم په کومو ټکو خپله پښېماني بیان کړم. په داسې حال کې چې نه بندي شوې یم او نه هم راباندې جنسي تېری شوی، ما په اسلامي امارت دغه لوی تهمت پورې کړ.»
د مرسل خاوند چې نه غواړي څېره یې ښکاره او اصلي نوم یې یاد شي، د اسلامي امارت پر ضد د خپلې ښځې ادعا ردوي او وايي، هېڅ بندي شوې نه ده.
د مرسل خاوند وايي: «زما د ښځې هغه ادعا چې د اسلامي امارت په اړه یې کړې او وايي، وهل شوې او تېری پرې شوی، دا بلکل ناسمه ادعا ده. څلوېښت ورځې څه چې څلوېښت دقیقې هم نه ده بندي شوې.»
ورته مهال، د بلخ ځایي مسولین وایي، دغه ښځه د ځینو کړیو له خوا لومړی د نظام ضد تبلیغاتو او بیا بهر ته د وتلو لپاره د جعلي ویډیو جوړلو ته هڅول شوې او په ملا یې ټپونه او د وینې رنګ ښکاري.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریيس ذبیح الله نوراني وايي: « دا ښځه د ځینو کړیو له خوا تشویق شوې او ورسره ژمنه شوې وه چې بهر ته به یې بیايي. دغې ښځې ته ویل شوي چې که غواړي بهر ته ولېږدول شي، باید د شکنجه کېدو، پر اسلامي امارت د اعتراض او امنیتي ځواکونو د شکایت جعلي ویډیو جوړه کړي او له هغه وروسته به پیسې او بهر ته د تګ اسناد ترلاسه کړي.»
کارپوهان له سرپرست حکومت غواړي چې د ځوانانو د تېښتې مخه ونیسي او د دې لپاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دوی پر هغو بنسټونو نیوکې کوي چې افغان ځوانان په بیلابیلو لارو او پلمو له هېواده وتلو ته هڅوي. د کارپوهانو په اند، د ځینو نړیوالو بنسټونو سربیره، یوشمېر بهرمېشتي افغانان هم د خپلو شخصي ګټو لپاره هېواد کې د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.
د چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې د افغان ښځو له حق څخه د ملاتړ په بهانه ناوړه استفادې کېږي، په دې کې ځینې مشخصې کړۍ لاس لري. د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې د ضعف ټکي پیدا کړي او بیا له دې ټکو څخه د اسلامي امارت پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه کسان د اسلامي امارت ضد تبلیغاتو او بې اساسه څرګندونو په جرم د امنیتي ادارو له خوا توقیف شوي او بیا په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د نیولو او شکنجو ادعاوې کوي او همدا یې بهر ته د وتلو اسانه لار ګڼلې.
د کډوالو د حقونو ملاتړي وايي، مهاجرت نړیواله ستونزه ده او هر وګړی حق لري چې بل هېواد کې د ژوند کولو پرېکړه وکړي، خو په قاچاقي لارو، جعلي اسناو او بې بنسټه ادعاوو تګ نه یوازې خطر لري بلکې په ټوله کې د شخص او کورنۍ حیثیت هم زیانمنوي.