Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نیمروز کې متشبثې ښځې: د کار جوازونو ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

که څه هم نیمروز کې د متشبثو  ښځو شمېر زیات شوی، خو وایي، د کاروبار بازارونه یې پیکه دي او له همدې کبله يې عاید هم کم شوی.

دوی همداراز زیاتوي، د کار جواز ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې یاده برخه کې یې ملاتړ وکړي او همداراز سوداګریزو توکو ته یې د پلور بازار پیدا کړي.

متشبثه شاه ګل ګلزاده وايي: « له سوداګرو او چارواکو غوښتنه کوم چې زموږ د لاسي صنایعو کارخونې تر پوښښ لاندې ونیسي او ملاتړ یې وکړي؛ ترڅو زموږ په لاس جوړ شوي توکي نورو ولایتونو او بهر ته هم لاړ شي.»

په نیمروز کې د ښځینه صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکي هم وایي، یاد ولایت کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده.

دوی زیاتوي، چې  اوس مهال څه باندې زر تنه ښځې په نېمروز ولایت کې پر سوداګرۍ بوختې دي.

د نېمروز د ښځینه صنایعو او سوداګرۍ خونې رییسه پلوشه شمس وايي: « د یوه کاري جواز اخیستل تر ۳۰ زره افغانیو لګښت لري او د دې لپاره باید کابل ته سفر وشي چې له ۵۰ تر ۶۰ زرو د دې سفر مصرف کېږي. نو یوه ښځه که دومره پيسې ولري بیا دومره کوچني کار ته نه کېني بلکې لوی کارونه کوي. همدارنګه د ځېنو محدودیتونو له امله تولیدي برخه هم د ښځو پرمخ تړلې ده.»

بله خوا، نیمروز کې ځایي مسوولین بیا د متشبثو ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، خو زیاتوي، ښځې هم باید د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د کار قانوني جواز واخلي، که نه د کار اجازه نه ورکول کېږي.

د نېمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد عمر زبېر وايي: « څوک چې دلته کارګاه جوړوي، موږ ورته جواز ورکوو او دغه جواز به له وزارت څخه اخلي. خپلسرو او بې جوازه فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي.»

د اسلامي امارت له راتګ سره نیمروز کې د ښځو سوداګریزو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او هغوی د لاسي صنایعو کارخونو جوړولو سره سلګونو بې روزګاره ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist