د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ شابۍ سیمه هغه ځای دی چې په تېر کې د جګړې لومړۍ کرښه وه او د بهرنیو ځواکونو د بمباریو له امله په کې خلکو ته له مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، پراخ مالي زیانونه اوښتي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته یې سیمه امن شوې او بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو نه جوړ کور پاتې دی او نه هم د ژوند لپاره امکانات.
د هسکې مېنې یوتن اوسېدونکی وايي: « کله چې دلته داعش راغلل، ټولو کډې وکړې او هېڅوک پاتې نه شول. څلور پنځه کاله دا سیمه د جګړو مرکز وه او خلک یې له هرڅه خلاص کړل.»
د هسکې مېنې یو بل اوسېدونکی وايي: «تېر ۲۱ کاله په دې سیمه کې جګړې وې، کله هوايي بمبارۍ او کله هم ځمکني جنګونه. موږ اوس بېرته خپلو سیمو ته راغلي یو، خو د اوسېدلو لپاره څه نه دي پاتې. د دې ځای ډېر خلک بېوزله دي او د جوړولو وس نه لري.»
د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي: «په دې سیمه ډېرې جګړې تېرې شوې، د تېر حکومت پرمهال، له داعش سره د جګړې پرمهال او د اسلامي امارت په راتګ سره هم دلته جګړې وشوې. دلته ډېر زیات مالي او ځاني تلفات و واښتل او د خلکو کورونه ویجاړ شول.»
د هسکې مېنې اوسېدونکي را روان ژمي ته اندېښنه لري او وايي، د سرپناه نه لرلو له امله جدي ستونزو سره مخ دي او دولتي ادارې باید د ژمي له راتګ وړاندې د سرپناه په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د هسکې مېنې یو تن اوسېدونکی وايي: «له دولت او موسسو غوښتنه کوو چې د کورونو بېرته جوړولو لپاره موږ سره مرستې وکړي.»
یو تن بل اوسېدونکی هم ورته غوښتنه لري او وايي: « له اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کوو او غواړو چې د کورونو په جوړولو او ستونزو هوارولو کې همکاري وکړي.»
له دې سره، د ننګرهار ځايي چارواکي د لاسنیوي ډاډ ورکوي او وايي، اوسمهال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د داخلي بېځایه شویو سروې روانه ده او په بشپړېدو سره به یې ټولو مستحقو خلکو ته له سرپناه سربېره د ژوند د نورو اسانتیاوو په برخه کې هم ګامونه پورته شي.
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس بازمحمد عبد الرحمن وايي: « په سیمه کې زموږ سروې ګانې روانې دي. کورنیو بېځایه شویو او هغو کسانو ته به مرستې ورسول شي چې خپلو سیمو ته ستنېږي.»
د هسکې مېنې له شابۍ سیمې سربېره د ننګرهار شینوارو، خوږیاڼيو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې هم د تېرو جګړو پرمهال زرګونه خلکو خپلې مېنې پرېښې وې، خو اوس دا سیمې بېرته امن شوې دي او خلک هم خپلو سیمو ته ستانه شوي.