څلورو هېوادونو پاکستان، ایران، چین او روسیې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ څپې د راپورته کېدو خبرداری ورکړی.
دغو هېوادونو یوې ګډې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې دننه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو غورځنګ، جیش العدل او د ترکستان اسلامي غورځنګ فعال حضور لري او له هغه ځایه ترهګریز فعالیتونه تنظيم کوي.
د دغو څلورو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په څنډو کې یوه ګډه ناسته کړې او له ناستې وروسته يې په خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، که یادې ډلې کنټرول نه شي، ښایي ټولې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښونه جوړ کړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« په افغانستان کې څو وسله والې ډلې فعال حضور لري چې په کې داعش، القاعده، جېش العدل، د ترکستان اسلامي غورځنګ، د بلوچستان آزادي غوښتونکی پوځ او د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ډله شامل دي. دغه وسله والې ډلې نه یوازې سیمې، بلکې ټولې نړۍ لپاره امنیتي ګواښ پېښولی شي. موږ د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت غوښتنه کوو چې د دغو وسله والو ډلو له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.»
که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي د دغې ګډې خبرپاڼې په تړاو څه نه وایي، خو په تېر کې یې په ځلونو ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي.
بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي وایي، دغه هېوادونه په سیسټماټیک ډول هڅه کوي په افغانستان کې پر اوسني سرپرست حکومت فشار راوړي، ترڅو د دوی غوښتنو ته غاړه کېږدي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « دغه څلور هېوادونه په عمومي توګه د پاکستان د فشار له امله دا ډول خبرې کوي. که څه هم د دوی خبرې له یوه تهمت پرته بل څه نه دي؛ ځکه دا مهال افغانستان کې هېڅ یوه ترهګره ډله نه شته مګر ځینې شبکې شته چې په نورو هېوادونو کې هم حضور لري. پاکستان غواړي افغانان نړۍ ته ترهګر یا د ترهګرو ملاتړي معرفي کړي، حال دا چې دا هرڅه د دوی په خپل وجود کې دي.»
په ورته مهال، ځېنې نور بیا وایي، اسلامي امارت ته په کار ده چې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د ترهګرۍ د ادعاوو په تړاو خبرې وکړي.
د دوی په خبره، دا ډول ادعاوې د سرپرست حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي بې باورۍ ته لار هواروي.
د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي: « مهمه دا ده چې اسلامي امارت باید د سیمې هېوادونو او هغو هېوادونو ته بلنه ورکړي چې دغه شان ادعا کوي. باید یوه ګډه کمېټه جوړه شي او دغو هېوادونو ته وښودل شي چې د دوی د پام وړ ډلې دلته نه شته. که داسې ونه شي، دا ادعا به هره ورځ تکرار شي او دا زموږ هېواد ته زیان اړولی شي. خو یوه خبره دا هم ده چې د دغې ادعا کوونکي هېوادونه یو بل له افغانستان څخه وېروي.»
د افغانستان درې ګاونډي او یو سیمه ییز هېواد داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعال حضور په تړاو ادعاوې کوي چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې ځپل شوې او ځینې ان صفر ته رسول شوې دي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هېچاته زیان ونه رسیږي.