Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت: داعش ډله په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې فعال مرکزونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/01

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجوديت په اړه د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له ادعا څو ورځې وروسته، د اسلامي امارت امارت د داعش د هغې ډلې نيولو خبر ورکوي چې وايي د بلوچستان په مستونګ کمپ کې له روزنې وروسته د بريدونو لپاره افغانستان ته استول شوې وه.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دې ډلې په کابل کې د فرمانونو پر پلي کولو د څارنې رياست (پخوانۍ لویې څارنوالۍ) پر کارکوونکو او دغه راز په باميانو کې پر بهرنيو سېلانيانو بريد کې لاس درلود.

د خبرپاڼې له مخې، د داعش دغه ډله په کابل او ننګرهار کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې نيول شوې او په کې د ګاونډي هېواد تاجیکستان یو وګړی هم شامل دی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د داعش د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وږي میاشتې پر ۱۲ مه په دارالامان کې برید وکړ. دغې ډلې په کابل کې په یو شمېر نورو بریدونو او دغه راز په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو برید کې هم لاس درلود. د دې ګروپ پر ضد عملیات په کابل او ننګرهار کې ترسره شول.»

خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د داعش له ځپل کېدو وروسته د دې ډلې مهم غړي د ځينو استخباراتي سازمانونو له لوري بلوچستان او خيبرپښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته ترې ځيني کړۍ د خپلو موخود تعقيب لپاره ګټه اخلي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځېنو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري، هم په افغانستان او هم په نورو هېوادونو کې له دې نویو مرکزونو بریدونه ترسره کوي. دغه ډله په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علما او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځېنو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه اغېزناکه بولي او ادعا کوي چې دغه ډله د پاکستان ترڅنګ په تاجیکستان کې هم مرکزونه لري.

دوی له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې پر پاکستان او تاجیکستان فشار راوړي، ترڅو د داعش له ملاتړ لاس واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « داعش هغه امریکايي تروریستي پروژه ده چې په سیمه کې یې د پاللو، روزلو او صادرولو دنده د پاکستان پوځ او استخباراتو ته ورکړل شوې. داعش زموږ په هېواد کې هېڅ ډول فکري او ولسي ملاتړ نه لري. زموږ دوه ګاونډي هېوادونه د دې لپاره د امریکا په خدمت کې ولاړ دي چې د افغانستان مثبت امنیتي وضعیت وننګوي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « ځینې بهرني داعشیان راځي، خو هغه هم وژل کېږي یا نیول کېږي او بیا په خپلو جرمونو اعتراف هم کوي. اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې دغه کسان په افغانستان کې ځای ولري.»

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی او په دې تړاو يې د سيمې او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بابېزه بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist