Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتېرېش: د ښځو حقونو له ورکړې پرته اسلامي امارت نړیوال سټېج کې مناسب ځای نه شي پیدا کولی

ګوتېرېش: اسلامي امارت باید پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

 ګوتېرېش پر خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان وضعیت تبعیضي چلن بللی او د تېرو پېړیو له وضعیت سره یې د پرتلې ترڅنګ د لرې کولو غوښتنه کړې.

ګوتېرېش دغه راز له هغو هېوادونو خپل ملاتړ اعلان او ورسره د یو ځای کېدو خبر ورکړی چې په افغانستان د ښځو د کار او زده ‌کړو غوښتنه کوي او د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو په ګډون له محرومو افغان ښځو ملاتړ کوي.

هغه په دې اړه وايي:« هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې پېښېدونکي دي، ښايي د وروستیو پېړیو د ځپنې له ښکاره سیسټم سره پرتله شي. زه له ټولو هغو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره یو ځای کېږم او له هغوی ملاتړ کوم چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه کوي.»

نوموړي څو ورځې وړاندې هم د افغان ښځو د حقونو په تړاو ځانګړې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې شوې وه، د افغان ښځو د روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

په یادې ناسته کې له ګوتېرېش سربېره، د نوموړي مرستیالې روزماري ډيکارلو او د ګڼو هېوادونو استازو او دغه راز د افغان ښځو د حقونو مدافع استازو هم ګډون درلود چې په کې له نړۍ وغوښتل شول د افغانستان د ښځو پر وړاندې روان وضعیت جدي ونیسي او په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغانیار وايي: « ټولو سیاسي ستونزو ته د خبرو له لارې حل پیدا کېدای شي. پر افغانستان راوړل کېدونکي فشارونه د ستونزو د هوارولو او حقونو د خوندیتوب لپاره نه دي، بلکې دوی د خپلو راتلونکو پروګرامونو لپاره تبلیغات کوي.»

دغه راز ځېنې نور بیا د سرپرست حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د شته واټن یو اصلي لامل د ښځو د حقونو په تړاو شته ستونزې بولي.

دوی د همدې واټن له منځه وړلو لپاره له اسلامي امارت د انعطاف او خنډونو له منځه وړلو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال په دې اړه وايي: « دا چې اسلامي امارت تر اوسه په نړیواله توګه پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، یو لامل یې هم د ښځو حقونه او د نجونو زده کړې دي. د دې لپاره چې دغه ستونزه حل شي، ښه به وي چې طالبان جدي پاملرنه وکړي، ترڅو هم ولس راضي شي او هم نړۍ.»

ومو غوښتل د ښځو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټویو ګوتېرېش د څرګندونو په اړه د سرپرست حکومت غبرګون هم له ځان سره ولرو؛ خو بریالي نه شو.

دا په داسې حل کې ده چې له دې وړاندې سرپرست حکومت په کراتو د ښځو حقونو خوندي بللي او له نړۍ یې په دې برخه کې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist