Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډیکر : مير رحمان رحماني او د هغه زوی افغانستان او امریکا دواړه لوټلي

ډېکر: امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د نړۍ له دریځ ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/29

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر امریکا ته له سفر وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو سره د افغانستان پر اړوند موضوعاتو خبرې کړي.

ډېکر چې افغانستان لپاره خپلې ډيپلوماټیکې چارې له قطر هېواد څخه تنظیموي، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،  د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزماري ډېکارلو، د افغان ښځو حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان بس سره یې د دوحې د ناستو په تړاو خبرې کړې. 

هغې زیاته کړې:« نیویارک ته له راتګ وروسته مې په لومړۍ لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې  روزماري ډيکارلو ترڅنګ د افغان، ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې زموږ له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې ناسو پروسې او دغه راز مې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مرستیال جان بس سره د افغانانو د زده ‌کړو په تړاو خبرې وکړې.  نو د دې اوونۍ جریان مو له یوشمېر پلان شویو مصروفیتونو ډک دی.»

ډېکر چې په رسمي سفر امریکا ته تللې وايي، د هېواد تمرکز یې د نړيوالې ټولنې ترڅنګ په افغانستان کې پر بشري حقونو او دغه راز د افغان ښځو پر حقونو ورټول دی.

نوموړې زیاته کړې، دا چې د اساسي او بنسټیز حق په توګه د افغانستان نیمايي نفوس یعنې ښځې له زده کړو محرومې دي، په خبره یې له خپلو شریکانو سره په ګډه نهايي هڅه کوي چې افغان نجونو ته خپل هېواد کې دننه د زده کړو زمینه برابره کړي.

هغه په دې اړه وايي: « د نړیوالو تمرکز د افغانستان پر موضوعاتو په ځانګړي ډول د بشري حقونو او د ټولو افغانانو په ګډون د ښځو او نجونو پر زده‌کړو ورټول دی. زده ‌کړه د لومړني او بنسټیز حق په توګه د ټولو حق ده. خو له بده‌ مرغه په افغانستان کې داسې وضعیت حاکم دی چې نیمايي نفوس یې بشري حقونو ته له لاسرسي محروم دی. له همدې کبله هغوی نه شي کولی په ټولنیز ژوند او دغه راز د یوه سوکاله او هوسا افغانستان په جوړولو کې ونډه ولري. امریکا د ټولو هغو افغانانو ترڅنګ ولاړه ده چې زده ‌کړو ته له لاسرسي بې برخې دي. موږ د قطر په څېر له خپلو ټولو شریکانو سره پر ګډه افغانانو ته په خپل هېواد کې زده‌ کړو ته د لاسرسي په برخه کې هغه څه کوو چې کولی یې شو.»

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناستو لړۍ چې د جوړېدو اصلي موخه یې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر شته ستونزو بحث او ورته د حل لارو موندل ګڼل کیږي، تر دې دمه یې درې ناستې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډوڼ د یوشمېر ښکېلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او ځانګړو استازو په کې برخه اخیستې ده.

کرن ډېکر د دوحې د درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د څلورمې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی؛ خو د جوړېدو کره نېټه یې نه ده څرګنده کړې.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د درېیمې غونډې په څنډو کې ځینې خبرې وشوې چې د داخلي ستونزو نوم ورکړل شو. موږ ډېر زیات وخت درلود چې له دویمې تر درېیمې غونډې پورې دغه کورنۍ ستونزې هوارې کړو.»

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه پیل شوه، د اسلامي امارت د ویاند پر مشرۍ پلاوي د ښځو او نجونو د زده کړو، د ټولګډونه حکومت جوړېدو او د ځانګړي استازي په تړاو د بحث نه مطرح کېدو په شرط په کې ګډون درلود.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې که څه هم د دوحې د څلورمې ناستې جوړېدل تایید کړي، خو د اجنډا او ګډونوالو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت حکمت وايي: « کېدای شي د دوحې په څلورمه ناسته کې د ملګرو ملتونو له خوا له اسلامي امارت سره د تعامل موضوع په جدي توګه مطرح شي. همدارنګه، ملګري ملتونو به وغواړي چې سرپرست حکومت هغه بشري حقونه رعایت کړي چې په افغانستان کې تر پښو لاندې شوي او افغانان ترې ځوریږي.»

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د نجونو د زده کړو په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې له دې وړاندې ګڼو امریکايي چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو او هېوادونو له سرپرست حکومت څخه د نجونو د زده کړو او کار پر  وړاندې د وضع کړیو محدودیتونو بېرته اخیستلو غوښتنه کړې او دغه چاره یې د تعامل او رسمیت پېژندنې پر وړاندې لوی خنډ یاد کړی.

خو اسلامي امارت بیا دغه مساله د افغانانو کورنۍ ستونزه بللې او له نړۍ یې په دې برخه کې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist