په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خيبر درې کې د پښتنو د حق غوښتنې د يوې لويې او تاريخي جرګې پر رابللو بوخت دی، د نوموړي د ترور اندېښنې زياتې شوې دي.
د دې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي وايي، د يادې جرګې پرمهال د منظور احمد پښتين د ترور هڅې پيل شوي او ادعا کوي چې دا هڅې د پاکستان د پوځ له خوا تنظیمېږي.
د دوی په خبره، د پاکستان استخباراتي ادارې يوه کس ته د منظور احمد پښتین د ترور دنده سپارلې وه، خو منظور ته له نږدې کېدو وړاندې ونيول شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی عبدالصمد وايي: « له یوې اوونۍ راهیسې موږ داسې ثبوتونه لرو چې ښيي ریاست هڅه کوي زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زیان ورسوي یا خدای مه کړه، په شهادت یې ورسوي. کله چې موږ تېره اوونۍ د پاړه چینار دوره کوله، هلته هم د پاکستان ریاست خپله هڅه وکړه او یوه کس ته یې دنده سپارلې وه چې مشر منظور له منځه یوسي ، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شو.»
عبدالصمد زیاتوي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير د سیاسي ګوندونو او یو شمېر ټولنو مشرانو ته زنګونه وهلي او خبرداری يې ورکړی چې په خيبر کې ترسره کېدونکې د پښتنو قومي عدالت جرګې کې ګډون ونه کړي.
هغه په دې اړه وايي:« څرنګه چې د جرګې نېټه را نږدې کېږي، حکومت هڅه کوي چې دغه جرګه له هرې ممکنه لارې ناکامه کړي. کومو سیاسي او قومي مشرانو ته چې موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، موږ ته یې وویل چې د پوځ مشر عاصم منیر ورته د ټیلفون په کرښه خبرداری ورکړی چې په دې جرګه کې برخه وا نه خلي.»
بله خوا، پاکستان کې مېشت آزاد خبریالان وايي، د پاکستان په قانون کې هېڅوک د مدنې حرکتونو مخنیوی نه شي کولی او د پاکستان حکومت هم دا حق نه لري چې د دې ډول حرکتونو مخه ونیسي.
د دوی په خبره، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
آزاد خبریال طاهر خان په دې اړه وايي: « دا خبره سمه ده چې پي.ټي.اېم وايي د دوی د ځېنو غړیو نیولو لپاره چاپې وهل شوې دي. د پاکستان په قانون کې هرچا ته د غونډو جوړولو اجازه شته او باید حکومت، ادارې او چارواکي دغه قانون ته درناوی وکړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ له ادرسه په خواله رسنيو کې يو لړ وېډيوګانې لاس په لاس کېږي او په کې له ډيورېډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتنو غوښتل شوي چې د روان زېږدیز کال د اکټوبر پر ۱۱مه د پښتنو په دې برخليک ټاکونکې جرګې کې ګډون وکړي.