Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

په بریټانیا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي زلمي رسول په پلازمېنه لندن کې د افغانستان سفارت دروازه وتړله او کیلي یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارلې.

دا پریکړه د یاد هېواد د بهرنیوچارو وزارت د هغې غوښتنې پربنسټ شوې چې د روانې سپټمبر پر۲۷ مه نېټه یې د سفارت تړلو غوښتنه کړې وه.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، بریټانیا هڅه کوي له بېلابېلو لارو پراوسني سرپرست حکومت فشارونه راوړي او په خبره یې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې دواړه لوري د فشارونو پرځای د خبرو له لارې روانې ستونزې حل کړي.

د سیاسی چارو کارپوه  محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې په لندن کې د افغانستان سفارت تړل شوی، موخه یې د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړنه ده. هلته مېشت زرګونه افغانان قکونسلکي خدمتونو ته اړتیا لري خو اوس به څنګه خپلې ستونزې هوارې کړي. هر ډول تقابل ته د خبرو اترو له لارې حل پیدا کېږي؛ باید د سیسټماتیک فشار پر ځای خبرو ته سره کېني.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي چې په لندن کې د افغانستان سفارت تړل به هلته مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ او له کونسلي خدمتونو به یې بې برخې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه صادق حمیدزوی وايي: « د سفارت چارې تر ډېره تخنیکي وي او هغو افغان وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي چې ورته اړتیا لري. که دا لړۍ بنده شي، ښکاره خبره ده چې افغانان به له ستونزو سره مخامخ شي. باید ووایم چې دا خپله لوی ظلم دی چې په سفارت کې ناست کس د افغانستان له حکومت سره هېڅ ډول اړیکه ونه لري او نه داسې اسانتیاوې لري چې د خلکو خدمت پرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بريټانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو او کونسلګریو له خوا وېشل کېدونکي اسناد او کونسلي خدمتونه بې اعتباره اعلان کړل.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په یادو هېوادونو کې د سفارتونو مسوولینو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت پریکړې نه منلې او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې د دې وزارت قوانین او اصول نه رعایت کول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist