Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه: د ترهګرو سازمانونو له لېست د اسلامي امارت ایستل دا مهال ناشوني دي

روسیه: د ترهګرو سازمانونو له لېست د اسلامي امارت ایستل دا مهال ناشوني دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته روسیه یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې له سرپرست حکومت سره یې سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې ښې دي؛ خو له دې هرڅه سره، دغه هېواد لاهم اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی او د سرپرست حکومت یوشمېر چارواکي هم تراوسه د روسیې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل دي.

تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزرات مرستیال اندری روډینکو یوریویچ د دې هېواد له دولتي آژنس سره په مرکه کې د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو پروسه پېچلې او اوږدمهاله بللې.

 هغه زیاته کړې، دغه پروسه په نږدې وخت کې ځکه ناشونې ده چې د ده په خبره د روسیې په قوانینو کې بدلون راوړلو ته اړتیا لري.

رودېنکو زیاته کړې:  « د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو پروسه به چټګه نه وي؛ ځکه دغه څه د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري…. روسیه د نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره د همکارۍ غځولو او پراخولو ته چمتو ده.»

رودینکو په اوسني وخت کې سرپرست حکومت د افغانستان واقعیت بللی چې په وینا یې دامهال پر ټول هېواد حاکمیت لري.

تر دې وړاندې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ول چې د دې هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته په خپل راپور کې ویلي و چې ښايي یاد وزارتونه د ترهګرۍ له تور نوملړه د سرپرست حکومت پر ایستلو غور وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « امریکا اجازه نه ورکوي چې هېوادونه د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني؛ امریکا خبرداری ورکړی، که کوم هېواد افغانستان پر رسمیت وپېژني، پر وړاندې یې درېږي. همدا لامل دی چې روسیه او چین له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د کابل ځینې ډیپلوماټان یې هم منلي دي.»

تر دې وړاندې د کریملېن ویاند دېمتري پسکوف د قزاقستان او قرغیزستان د ترهګرۍ له تور نوملړه د اسلامي امارت چارواکو د نومونو ایستل یوه اړتیا بللې وه او ویلي و چې دا پرېکړه د درک وړ ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم تېره اوونۍ د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح په پروګرام کې په سیمه ییزه کچه په دې برخه کې د پرمختګ خبره کړې وه او هیله یې ښودلې وه چې روسیه به هم د دوو یادو هېوادونو په څېر په نږدې راتلونکي کې ورته ګام پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « که څه هم مسکو څو ځلې دا خبره وکړه چې د اسلامي امارت چارواکي به له تور نوملړه وباسي، خو زما په فکر دا ډېره لرې خبره ده؛ ځکه چې روسان تل داسې فکر لري هر هغه څه چې د امریکا له خوا د پاکستان په مرسته جوړ او افغانستان ته راوړل شي، روسان پرې باور نه کوي. خو روسان اوس ځینې مجبوریتونه هم لري او د دې لپاره چې منځنۍ آسیا ورته نا امنه نه شي، له هر ډول امکاناتو کار اخلي او ژمنې کوي.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې لاهم سرپرست حکومت د نړې د ګڼو هېوادونو په ممنوعه ډلو کې شامل دی او دا مهال د څه باندې ۶۰ لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابینې پر شاوخوا ۳۵ غړیو د سفر ممنوعیتونه لاهم پر خپل ځای دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist