• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګرځندوی نړیواله ورځ ؛ افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو شمېر کې زیاتوالی راغلی

د ګرځندوی نړیواله ورځ ؛ افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو شمېر کې زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

د سپټمبر۲۷ مه د ګرځندوی (توریزم) له نړیوالې ورځې سره سمون لري.  ګرځندوی (توریزم) هغه نړیوال صنعت دی چې له لارې یې د نړۍ ډېر هېوادونه میلیاردونه ډالر عواید لري.

که څه هم افغانستان له څو لسیزو جګړو وړاندې د ګڼو سیلانیانو کوربه و، خو جګړو د نورو برخو په څېر توریزم هم وځاپه او ګڼ تاریخي ځایونه ویجاړ شول.

 له نېکه مرغه په افغانستان کې له کلونو جګړو وروسته دغه صنعت یو ځل بیا د غوړېدو په حال کې دی.

د اړوند ادارو له مالوماتو سره سم، تېرو درېیو کالو کې زرګونه بهرنيو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې او په خبره یې، د بېلابېلو هېوادونو سلګونه زره  وګړي لېواله دي چې افغانستان ته راشي او له تاریخي، مذهبي، فرهنګي، طبیعي، لرغونو او نورو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

یو تن بهرنی سیلانی وايي: « ډېر ښه، ډېر عالي، زه د افغانستان جامې ډېرې خوښووم ځکه چې خورا راحتي لري. دا جامې د افغانستان له آب او هوا سره تعلق لري. کله چې زه خپل هېواد ایټالیا ته ستون شوم، همدا جامې به اغوندم، دا په زړه پورې جامې دي.»

دوې اوونۍ وړاندې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل،  تېر کال په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او له دې درکه یې ښه عواید هم ترلاسه کړي.

 د دوی په خبره، نهه زره بهرنيو سیلانیانو زموږ له هېواد لیدنه کړې او یو شمېر تاریخي او تفریحي سیمو ته ورغلي دي.

 چارواکي زیاتوي، د ګرځندوی په برخه کې ۳ زره شرکتونه ثبت شوي او زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري مرستیال قدرت لله جمال وايي: « تېر کال  شاوخوا ۹ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د هېواد له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې. همدارنګه تېر کال له موږ تر ۹ میلیونو زیات کورني سیلانیان هم ثبت شوي. د سیاحت په برخه کې تېر کال ښه عواید هم ترلاسه شوي. د ګرځندوی په برخه کې تقریبا ً ۳ زره شرکتونه ثبت شوي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.»

د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي  د ګرځندوی صنعت ته د وده ورکولو خبره کوي او وايي، ټاکل شوې سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یو شمېر ولایتونو، تفریحي او تاریخي سیمو کې ځینې مهم پروګرامونه پلې کړي.

جمال زیاتوي: « سیاحت ته د ودې ورکولو لپاره په کابل هوايي ډګر کې د ډېسک جوړول، د ګرځندوی صنعت الکټروني کول، سیلانیانو ته د اسانتیاوو او د وېزو په برخه کې د سهولتونو رامنځته کول، په سیاحتي ولایتونو کې د مجهزو هوټلونو جوړول، د دې برخې اړوند کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.»

خلک وايي، افغانستان د کورنيو او بهرنيو ګرځندویانو د جذب لپاره بې شمېره ښکلي طبیعي، په زړه پورې، مناسب او د پام وړ ځایونه لري.

همدارنګه د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت باید په کور د دننه هغه محدویتونه لرې کړي چې له امله یې د افغانستان ښځې نه شي کولی د هېواد له طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.

دوی ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته په تاریخي  او تفریخي سیمو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د افغانستان ښځې نه شي کولی د خپل هېواد ا له هغو طبیعي منظرو  لیدنه وکړي چې خدای(ج) په خپل خلقت سره جوړې کړې دي. دا ځایونه د کوم دولت یا رژيم له خوا نه دي جوړ شوي. نړۍ به په داسې کسانو څنګه باور وکړي چې خلک د طبیعت له کتلو منع کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالصادق حمیدزوی وايي: « د افغانستان اوسنیو چارواکو ته اړینه ده چې د بهرنیو سیلانیانو د جذب لپاره اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.»

له ۱۹۸۰کال راهیسې، د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی نړيوالې ورځې په توګه نمانځي، دغه نېټه په ۱۹۷۰ کال کې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان له ‌خوا تصویب شوه. د دغې اساسنامې تصویب د نړیوال سیاحت په برخه کې یو مهم ټکی ګڼل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي
افغانستان

امنیت شوراد افغانستان بشري او سیاسي وضعیت په اړه ناسته کوي

جون 4, 2025
فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي
افغانستان

فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي

جون 4, 2025
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025

وروستي خبرونه

امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شوراد افغانستان بشري او سیاسي وضعیت په اړه ناسته کوي

جون 4, 2025
فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي

فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي

جون 4, 2025
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist