Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې د انځرو بڼوال: طبیعي آفتونومو بڼونه زیانمن کړي

سمنګان کې د انځرو بڼوال: طبیعي آفتونومو بڼونه زیانمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ په تاشقرغان سیمه کې د انځرو د پېر او پلور لوی بازار ودان دی، چې د بل هر وخت پرتله په کې دا مهال زياته ګڼه ګوڼه لیدل کېږي.

که څه هم تېر ته په کتو سږ کال دلته د انځرو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي، خو د یادې مېوې کاروباریان او بڼوال وايي، د طبیعي آفتونو د مخنیوي لپاره د سرپرست حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، د حاصلاتو له زياتوالي سربېره، طبيعي آفتونو او نباتي ناروغیو د انځرو حاصلات او ونې زيانمنې کړې دي.

انځېر پلورونکی نظام الدین وايي: « د انځرو حاصلات د تېر کال پرتله ښه شوي او خریداران یې هم ډېر شوي دي.»

د انځرو یو بل کاروباري قدرت الله بیا وايي: « ډېری د شمالي ولایتونو بلخ، جوزجان او کندوز خلک راځي او انځر اخلي. یوه کیلو انځر له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو پلورو.»

د تاشقرغان دغه بازار هر کال د انځرو د پېراو پلور پرمهال ګرم وي او له دې لارې تېرېدونکي مسافر ترې انځر پېري.

د بلخ او جوزجان اوسېدونکي چې یاد بازار ته په سیل او سیاحت ورغلي وایي، هر کال د انځرو په موسم کې دغه بازار ته راځي او تازه انځر اخلي.

د بلخ اوسېدونکی محی‌الدین وايي: « انځر یوه ګټوره مېوه ده، غواړم ډېر واخلم خو بیه یې څه ناڅه لوړه ده. له پلورونکو غوښتنه کوم چې قیمتونه راټیټ کړي.»

همدارنګه د جوزجان اوسېدونکی یعقوب وايي: « زه له جوزجان ولایت څخه انځر خوړولو ته راغلی یم؛ هم له انځرو او هم له باغونو خوند اخلم.»

ورته مهال، د سمنګانو ځايي چارواکي مني چې د انځرو ونې طبیعي آفتونو ځپلې دي، خو وايي سږکال د یادې مېوې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی هم راغلی.

دوی زیاتوي، په دې ولایت کې پر ۳۲۰ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به تر پنځه مټریک ټنو پورې حاصلات ولري.

د سمنګان د کرنې ریاست د ترویج آمر عبدالخلیل کریمي وايي: « انځر د سمنګانو یوه له ارزښت لرونکو او مشهورو مېوو څخه ده او په ویاړ یې یوه ولسوالي هم نومول شوې ده. خو له بده مرغه هر کال د اقلیمي بدلونونو له امله د دغې مېوې حاصلاتو ته زیان رسېږي. تېر کال د دې مېوې حاصل نږدې صفر و خو سږ کال څه ناڅه ښه دی.»

د سمنګان په بازارونو کې یو کیلو انځر له ۱۸۰ افغانیو تر ۳۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

ډاکټران وايي، انځر په خپل ترکيب کې د مګنیزیم، پوتاشیم، کلسیم او فاسفورس په لرلو سره د سر، غاښونو، ستوني او معدې دردونو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټور دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist